کور / شعر / څوارلسمې سپوږمۍ

څوارلسمې سپوږمۍ

څوارلسمې سپوږمۍ
څوارلسمې سپوږمۍ څومره ښـاېسته يې
پلوشو نه جوړه شوې ګلدسته يې
څوارلسمې سپوږمۍ تاته مې سلام دى
ستا سپيڅلي مخ ، ښكلا ته مې سلام دى
څوارلسمې سپوږمۍ ستا څومره سخا ده
نيمه شپه كې رڼه كړې دې دنيا ده
عجيبه د سخاوت خو لا هم حد وي
په بدرنګو و ښكلو يو شان دې رڼا ده
بس له ډېرو نه دې زړه وړى سپين مخې
په زړه پورې، زړه راښكونكې دې ښكلا ده
څوار لسمې سپوږمۍ ښې مزې دې وكړې
نازولې سپينې خولې درته پرتې وي
پاڼه پاڼه يې په خپلو وړانګو مينځې
د ګلونو ګلدستې درته پرتې وي
كه ته وغواړې كمى د ديدن نه وي
هر ځاى هر چېرته ښاېستې درته پرتې وي
ستا رڼا كې ارزاني كه د ديدن وي
خو د ځينو يې بيا سخت مزاحمت كړې
د ديدن وعده چې دوى په بلۍ كېږدي
ستا رڼا يې كړي رسوا ، ممانعت كړې
بس خو ښكلې يې خو ډېره كبرجنه
رسوايې لپاره څرنګه همت كړې
ځان له ټولو ښكلو پورته ګڼې ښكلې
څه له سوزې دوه مئين چې محبت كړي
خو ستادومره بې باكۍ سره بيا هم څوك
شته دى داسې چې هر وختې تاته ګوري
دده زړه كې يود مينې لوى جهان دى
دى په ځمكه كې خو پاس فضا ته ګوري
دى مئين دى پر يو چا ، خو پر تا نه دى
ته مغروره نه شې دا(( چې ما ته ګوري ))
دى له تا نه د رېبارې كار اخلي
دى له تانه يوې ښكلې چا ته ګوري
څوارلسمې سپوږمۍ دا سړى زيارمل دى
څوارلسمې سپوږمۍ تاته يې سلام دى
ستا په مټ دى يو پېغام مينې ته لېږي
دا زيارمل وايې چې دغه مې پېغام دى :
(( كه ادې مې چېرته ويښه وي تا ګوري
ورته وايه زوى دې هر وختې ما ګوري
هغه ډېره عجيبه زاويه نيولې
ستا تصوير زما ښيښه كې صفا ګوري
هغه دومره ستاتصوير ته په ځير ګوري
آن لاسونه دې د لپو دعا ګوري
ورته ووايه چې ستا رڼه ښيښه كې
زيارمل وايې (( مور مې هم كله ما ګوري؟؟))
خوست _ پوهنتون شپه غالى



غزل
ته چوپ، غوږ شه، څوك سندره ترنم كړي
څوك د زړونو سوداګره ترنم كړي
زه قربان د پښتنو ژڼو له خوى شم
چې راټول شي تر سحره تر نم كړي
خوب كې ګورمه شڼار شي غشي تېر شي
له كابله تر لاهوره ترنم كړي
دا اثر خو د حمزه بابا د شعر دى
چې دې خاورې خړ خيبره ترنم كړي
په زړګي مې نرى درد شي چې كوڅه كې
كوم ماښام هغه سوالګره ترنم كړي
نه پوهېږم چې رېشخند كړي كه يې خوښ دى
د زيارمل هره خبره ترنم كړي



غزل
ژوند كې مينه ګرانه ، ياره زما روح دى
نفرتونو نه بېزاره ، زما روح دى
عزرائېل كه هم ښاېسته لكه جانان وي
ورته سم سترګې په لاره زما روح دى
په نغمو كې مې در ونغاړه چې ورك شم
خپه شوى ډېر سېتاره زما روح دى
چې د عشق په لار روان شومه نو پوه شوم
اوس ايله بيله په لاره زما روح دى
ما دا ستا د نوم په تورو شپې رڼې كړې
خو لا اوس هم ناكراره زما روح دى
په لوى مو ها مغول راوستل كور ته
درته ښه پړ (( خټك پلاره )) زما روح دى
اشنا ولې ما زيارمل بې ګونا وژنې
ستا ليدل زما لپاره زما روح دى



غزل
حجرو ته به رباب ، سېتار ، منګي ځلمي پېدا كړي
كه لږ په دې مالت كې ازادي ځلمي پيدا كړي ٰٰٰ
امانه خپه نه شې پښتنې لا زېږول كا
خالق به ستاپه شانته ننګيالي ځلمي پيدا كړي
كه مرګ پرېښول د جنګ تورې تيارې به پسې واخلي
زمونږه به دعلم رڼايي ځلمي پيدا كړي
كه رب رانه دا ځينې بې احساسه مشران واخلي
ددې وطن خدمت ته به ځلمي ، ځلمي پيدا كړي
زيارمله بېګا خوب كې څو سپين ږيري كليوال مو
په دښته كې مړه شوي څو تنكي ځلمي پيدا كړي



علم غيب
مورجانې څنګه مې پوښتې
چې (( ته نو څنګه پوئ شوې ؟
ته خو زرګونه ميله ليرې يې
په بل وطن يې
او دا د راز خبره ، بايد پرې نه وي خبر
دا شېطاني درته چا وكړه
راته يې وښايه
ته خو دغيبونو علم هم نه لرې
كه نه نو نه دې بښم
او زما پۍ دې وي حرامې پر تا
خو مورجانې ته ووايه
دا ستا سينه كې دغه زړه زما نه دى ؟
او زما د وجود په هر يو رګ كې
دغه پاكه او سپېڅلې لكه مينه وينه
دا وينه ستا نه ده ؟
وجود ستا نه دى ؟
ښه، چې دغسې ده
نو ته ووايه :
چې ته ناروغه شې زه نه پوهېږم ؟؟



راحت ګل زيارمل
خوست – پوهنتون
(( د بشير ګواښ كتاب ته ليكل شوى ))


 



ډالۍ
ګله،ګلالۍ ښکلا
خوري مې لېونۍ ښکلا
اوس، ايله بيله (( بشير))
ګل کړله، غوټۍ ښکلا
نه منم چې کمه ده
ستا د شاعرۍ ښکلا
يار سره خندا، ښکلې
مور پسې سلګۍ ،ښکلا
هر يو تورى ، ستورى دى
هر يو شعر، سپوږمۍ ښکلا
غم ، درته ډالۍ کړلو
دې نړۍ ، نړۍ ښکلا
زړه کې د ((زيارمل)) پرته
ده، وړه جلۍ (( ښکلا ))


 


يوه شېبه مې نه هيرېږې مورې!
ډېرې مودې وشوې مساپر يمه
ډېرې مودې وشوې چې دې نه وينم
خداى درنه په ژوند مورې جدا كړمه
خداى خبر په ژوند به دې بيا ووينم


څومره چې يادونه دې تازه ساتم
رنګ دې رانه هومره ډېر هېر شوى دى
هغه وخت چې ستا به غېږ كې پروت ومه
هغه وخت والله چې اوس تېر شوى دى


زه لكه ماشوم چې لوبولم تا
ورو ورو به په مينه پوهولم تا
زه به درته كټ كټ په خندا شومه
كله چې به كلك كلك ښكلولم تا
زه به چې خپه شوم مرور به شوم
زه به په خندا پخلا كولم تا


ډېرې مودې وشوې مساپر يمه
ډېرې مودې وشوې چې دې نه وينم
خداى درنه په ژوند ګرانې جدا كړمه
خداى خبر ژوندۍ به دې بيا ووينم


ستا تصوير چې زړه كې زړه كې ما ساتلى و
هاغه هم د اوښكو سيلاب وړى دى
ما چې ستا په مينه كې ليكلى و
مانه يې هماغه كتاب وړى دى
ستا يادونو ماته اغزي پرېښودل
مانه يې سور ګل د ګلاب وړى دى


ما خپلې ژړا ته لا هم نه پرېږدي
هېڅكله د غم له ياده نه وځم
زه د مازيګر د زېړي لمر په شان
هېڅ وخت د تورتم له ياده نه وځم
زه خو ستا د پاكې نامې ذكر كړم
مورې ستا به هم له ياده نه وځم


ډېرې مودې وشوې مساپر يمه
ډېرې مودې وشوې چې دې نه وينم
خداى درنه په ژوند مورې جدا كړمه
خداى خبر په ژوند به دې بيا ووينم


ما نه د پوهنتون درسونه پاتې وي
ستا غمونو دومره اسير كړى يم
ژوند كې مې خوښي په نصيب نشته دى
زه مې پير همداسې تعبير كړى يم
ما چې به جګړه كوله بس مې كړه
اوس ښه ډېر ځپلى، تقدير كړى يم


وۍ رښتيا هماغه ورځ دې ياده شوه
ما چې بر ناحقه خپه كړلې ته
كاشكې چې خپه درنه راغلى وم
كاش چې بيا مې نه واى پخلا كړې ته
ولې به پاو پاو ويلي كېدلم زه
ولې به هر ساعت رايادېدلې ته


خير دى مورې يو ځل خوب كې راشه ته
زه به دې دا دواړه پښې ښكلې كړم
مخامخ دې نه وينم په خوب كې خو
ستا د قدم خاورې په سر تلې كړم
ستا دمساپر زيارمل غوښتنه ده
راشه چې نړۍ ته دې ښاغلې كړم
          
راحت ګل زيارمل – خوست
۲۵-۲-۱۳۸۵
          
          
          
          
مورجانې ته ليك


سلامونه سلامونه ګرانې مورې!
ښكلومه دې لاسونه ګرانې مورې!
خداى دې جوړ كړي ترې ګلونه ګرانې مورې!
چې در رسي دا لفظونه ګرانې مورې!
ته ناروغه وې اوس څنګه يې مورجانې!
راته ووايه حالونه ګرانې مورې!
پلار مې څنګه دى ؟ په پلار مې سلام وايه
شه نصيب مو جنتونه ګرانې مورې!
خويندې ورونه مې تر سترګو سترګو كېږي
څنګه دي ستا اولادونه ګرانې مورې؟
هر ماشوم ښكلا، ښكلا ده ډېر مې خوښ دي
ډېر يادېږي مې ورېرونه ګرانې مورې!
خداى دې وكړي چې د كور ټول غړي ښه وي
او روان سم وي كارونه ګرانې مورې!
زه هم ښه يم او سهي سلامت ګرځم
هېڅ ونكړې تشويشونه ګرانې مورې!
له سلام نه پس مې تاسره مورجانې
شريكوم د زړه دردونه ګرانې مورې!
                                                    ***
چې دې ومنله زما دزړه غوښتنه
(( شكريه، مهرباني مورې مننه
[1]))
خوب كې راغلې لوى احسان دې په ما وكړ
شم قربان ستا له قدم ستا له راتله نه
بختور شم چې د پښو تلې دې ښكل كړم
داسې نېك كار مې لا نه و كړى تر ننه
په بدل كې مې په دواړه مخه چپ كړې
ګرد مې لرې له تندي كړې، ښكل كړې زنه
حال احوال باندې ځان پوئ كړو خو ډېر لږ وخت
ايله څو خبرې وكړو وره دننه
راته وايې زما ګرانه زيارمل جانه

يو ساعت مې لا هم نه وځې له زړه نه
په ځان پام كوه ډېر پام، پام دې دخداى وي
سپارښتنه راته وكړې مخكې تله نه
خو مورجانې دلته ډېر حالات خراب دي
دلته هر سړى ويرېږي له هرڅه نه
                                                          ***


دلته زړونه نور پردي نشي زغملى
دلته كركه ډېره شوې امريكا نه
دلته دوئ دخلكو زړونه ځان نه تور كړل
دلته دوئ ګټه ونكړه بې له زيانه
دلته هره ورځ په ځمكه وي چاودنې
دلته هره شپه اور اوري له اسمانه
دلته دوئ د بې ګنا خلكو خون واخيست
دلته دوئ به ناكامېږي ناګهانه
دلته كور دكوم شپونكي پكې ايره شي
دلته بم چې راغورځېږي له هوا نه
دلته خلك دي نور پوزې له راغلي
دلته خلك شول ناهيلې له هر خوا نه
دلته چاچې دامنيت چغې وهلې
دلته هغو كړه دا جوړه كيسه ورانه
دلته دوئ صرف تروريزم بانه كړى
دلته مرګ ژوبلې خو دوئ كوي پخوا نه
دلته دوئ په څو ملكونو قناعت نكړي
دوئ لاسونه تاووي ټولې دنيا نه
كه زموږ دخټو ټول كورونه وران كړي
پرې به سپينه ماڼۍ دوئ نكړي ودانه
خپل غازيان سره راټول كړه بسم الله كړه
چېرته يې دجلالكوټ غازي امانه
[2]
عاقبت به دا نمرود په ماشي مړ شي
ډېر ويرېږي ابراهيم خليل الله نه
مورې وبښه! خبره مې اوږده كړه
اخر چاته شكايت وكړم له چانه
                                                           ***


مورې! كوم ځاى كې چې زه دلته اوسېږم
مورې! دلته دهرځاى جاسوسان ډېر دي
كه دنورو هېوادونو لږ څه كم وي
د ايران او ګاونډي پاكستان ډېر دي
ددې ځاى خپل اوسېدونكي دلته كم دي
آيساف، امريكايان، طالبان ډېر دي
هسې نه څوك شيطاني وكړي ما مړ كړي
د ډالرو، دپيسو غلامان ډېر دي
دلته مينه محبت له منځه تللي
دلته كركه، نفرتونه پرېمان ډېر دي
داخبرې مې پرده كې درته وكړې
چاته يې مه وايه زموږ دښمنان ډېر دي
                    
                               ***


اخ مورجانې! دغه دى چاودنه وشوه
خداى دې خير كړي بيا د چا ميندې شوې بورې؟
صبر وكړه، خواته ورشم ويې ګورم
وۍ توبه، توبه رسا، ميندې شوې بورې
دا خو ټول تنكي، تنكي ځلميان پراته دي
ټول يې مړه كړل بې ګونا، ميندې شوې بورې
خدايه دې ځاى نه مې ژر وباسه، مرمه
زړه مې ټق چوي وۍ الله، ميندې شوې بورې
هر قدم مې د انسان په غوښو لګي
خدايه مړ شومه تباه، ميندې شوې بورې
شكر دى چې له درانه خوبه بيدار شوم
كه نه، مرم كه په رښتيا ميندې شوې بورې
داخو خوب و، خو په ويښه هم داحال وي
ډېر ځل اورم (( ډېرې بيا ميندې شوې بورې))
    
                                                        ***


مورې دلته خو ځان مرګي دومره ډېر دي
لكه زما د چرمه دار واسكټ هېندارې
برېښولې به يې سترګې سره غرمه كې
پړقېدلې به هېندارې څو څو وارې
نور يې څه كى خو درز شي او بم وچوي
د انسان په غوښو ډكې شي سرې لارې
مورې! شي دا ستا په رنګه ميندې بورې
ښځې كونډې شي او ډېرې خويندې ورارې
داسې ورځې ډېرې كمې پيدا كېږي
چې ونشي پكې دغه رنګه چارې
ستا دعاوې به خداى واوري زه به درشم
هره ورځ مې ترماښامه لارې څارې
                                                         ***


ته پوهېږې مورې زه ولې بچ كېږم؟
د دعاوو دې لښكرې راسره وي
ستا په هر يو نصيحت باندې عمل كړم
ستا پخې پخې خبرې راسره وي
هر سهار سورت ياسين راپسې وايه
هره ورځ همدغه زغرې راسره وي
وبښه! نو يوه ټوكه دې پكې وي
يو مې زه، يو څو ملګرې راسره وي
نه پرېږدي مې له كوټې بهر وتو ته
زبردستې زورورې راسره وي
د بهر بې امنيتۍ نه خبر نشم
ساعت مې تېر وي خوندورې راسره وي
دې ملګريو سره ځانته ځاى كې ناست يم
دا لنډۍ، غزل، سندرې راسره وي
                                                                   ***


سلامونه سلامونه ګرانې مورې!
ښكلومه دې لاسونه ګرانې مورې!
خداى دې جوړ كړي ترې ګلونه ګرانې مورې!
چې در رسي دا لفظونه ګرانې مورې!
زه به ستا د ليك په تمه انتظار كړم
شمېرم يو، يو به ساعتونه ګرانې مورې!
ته ناجوړه وې اوس څنګه يې مورجانې؟
څنګه دي ستا اولادونه ګرانې مورې؟
خداى دې وكړي چې دكور ټول غړي ښه وي
راته وليكه حالونه ګرانې مورې!
د ښكلا په رب دې سپارمه مورجانې
خداى پامان او سلامونه ګرانې مورې!






[1]  د بشير ګواښ يو بيت مې دلته راوړى دى ، هغه وايي:


له پاپيو نه دې ځار شم پخير راغلې
شكريه، مهرباني، ګلې مننه





[2]  له انګرېزي ښكيلاكه د افغانستان د خپلواكۍ ګټونكى، ملي اتل غازي امير امان الله خان


راحت ګل زيارمل، خوست
۱۳- ۲- ۱۳۸۶