پاکستاني طالبان امریکا ته خبرداری ورکوي

د لراوبر اداره | دسمبر 4th, 2009


لیکوال : Alex Crawford
منبع: سکای نیوز


پاکستاني طالبانو د لومړي ځل لپاره دا منلې چي د دوی ځواکونه په افغانستان کي جګړه کوي او زیاته کړې یې ده چي د امریکایي ځواکونو زیاتول به دوی ته ماته ور نه کړي.


سکای نیوز د طالبانو د مشرتابه یوه مرکه تر لاسه کړې ده. ګومان کیږي چي دا به وروسته له هغه چي د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کي عملیات پیل کړي، د طالبانو د مشرتابه لومړی مرکه وي.
 په دې ویدیويي فلم کي د تحریک طالبان معاون ولی الرحمن وویل: د هغه ځواکونه د نورو دېرش زره امریکایي عسکرو په زیاتولو نه دي ډار شوي.


هغه وویل: په افغانستان کي د امریکا ماتې ورځ په ورځ څرګنديږي. د رسمي چارواکو او د پوځ د جنرالانو بیانونه څرګندوي چي دوی ستړي دي او دا پوښتنه کوي چي تر څو پورې به په افغانستان کي پاتې کیږي.
هغه وایي: دوی نه پوهیږي چي افغان ملت او د ټولې اسلامي نړی جنګیالي د زړورو سپاهیانو په څېر جګړه کوي. د امریکا د متحده ایالتونو پلانونه په افغانستان کي ناکامه شوي دي. د امریکا متحده ایالتونه به ژر په افغانستان کي ماته وخوري او خپل پوځونه به وباسي.


دغه مرکه په دې شرط تر سره شوې چي سکای نیوز به د مرکې وخت او ځای نه څرګندوي. خو د جنګیالیو مشر په خپله دا ومنله چي هغه پخپله څو ځلې له مجاهدینو (جنګیالیو) سره افغانستان ته تللی او د افغانستان په خوست ولایت کي یې جګړه کړې.

هغه وړاندې ځي او دا واضح کوي چي ولې پاکستاني طالبان په افغانستان کي له یاغي ځواکونو سره څنګ په څنګ کار کوي. ولی الرحمن وایي: موږ فکر کوو چي دا زموږ دنده ده چي له امریکايي ځواکونو سره په جګړه کي د خپلو افغان وروڼو مرسته وکړو.
هغه وايي: دا زموږ لومړی دنده ده چي په افغانستان او پاکستان کي جګړه وکړو. الله موږ ته لارښوونه کړې چي د خپلو نیژدې کافرانو سره جګړه وکړو.
” هو، موږ دا منو او موږ په افغانستان کي جګړه کوو او موږ به تر هغو پورې جګړه کوو چي تر څو دغو ظالمو کافرانو ته ماتې ورکړو.”
د هغه اعتراف څو اونۍ وروسته له هغه راځي چي پاکستاني ځواکونو په جنوبي وزیرستان کي عملیات پیل کړل تر څو سیمه له طالب جنګیالیو پاکه کړي.

دا مرکه دا څرګندوي چي طالبان او د دوی مشرتابه پر دوی د درنو دوامداره بمبارونو سره سره د رسنیو په وسیله د مرکو په کولو سره د تهدیدونو خپرولو ته دوام ورکوي.
د جګړې سیمې ته لاس رسی په کلکه منع دی خو یواځي ځیني رسنۍ کولای شي د پوځ په بدرګه او ملتیا سیمې ته لاس رسی ولري.
احتمالاّ، دغه مرکه به په افغانستان کي د مېشته غربي ځواکونو اندېښنې راوپاروي چي په افغانستان کي د یاغي جنګیالیو پر خلاف جګړه کوي.
له ډېرې مودې راهیسې دا شک کېده چي د افغانستان یاغي ډلې له پولې هاخوا جنګیالو څخه مرسته او ملاتړ ترلاسه کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024