په خوست كي ځان مرګى بريد كوونكى او ملګري يې وژل شوي

56 | دسمبر 17th, 2009


په خوست كي مېشت بهرني ځواكونه وايي چي په يعقوبيو ولسوالۍ كي ځان وژونكي حملې خپله مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په خوست كي د بهرنيو ځواكونو وياند جګړن ګريګوري وايي، دغه ځان وژونكې چاودنه هغه وخت وسوه چي دوى د يعقوبيو په ولسوالۍ كي د مخالفينو يو كور كشف كړى او هغوى په يوه موټر كي ځان وژنكې چاودنه وكړه.

بهرني ځواكونه وايي چي په چاودنه كي ځان وژونكى او د هغه څو ملګري وژل شوي.

خو وسلوال طالبان دا چاودنه مني او وايي چي بهرنيو ځواكونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

بهرنيو ځواكونو دا ادعا رد كړې

Copyright Larawbar 2007-2024