حميد حسن د ۲۰۰۹ کال د غوره لوبغاړي مقام وګاټه

34 | دسمبر 27th, 2009


حميد حسنڅه موده وړاندې چې www.cricketeurope4.net ويبپاڼې د ٢٠٠٩ کال د غوره لوبغاړي د ټاکلو لپاره یوه ټولپوښتنه وړاندې کړې وه  – لړۍ پيل کړې وه  په هغې ټولپوښتنه کې دافغانستان تېز بالر حميدحسن تر خپلو سيالانو ډېر ووټونه لاس ته راوړل , او ښه په اکثریت يې وګټله دحميد حسن نیژدې سيال د ایر لنډ کيپټن وېليم پورتر فيلډ و چې حميد حسن ورڅخه له زروڅخه ډېر ووټونه تر لاسه کړ ل ٠


حميد حسن ټول ووټونه تر درې زرو ډېر ول  . دغوره لوبغاړي دا تمغه يا اوارډ به حميد حسن ته  دراتلونکي کال  په فيبروري کې  ، په دوبۍ کې ورکړل شي ٠


البته په دې وخت کې به افغانستان د ٢٠١٠ دشل اوريزو نړيوالې اتلولۍ دغوراوي  په سياليو کې بوخت وي . د لر او بر ويبپاڼي ټول همکاران حميد حسن، د افغانستان د کرېکټ لوبډلي او ټولو افغانانو ته مبارکي وايي.


د ټولپوښتنې پايله په دې ډول ده :


 32.7%   Hameed Hasan – Afghanistan
21.4%    William Porterfield  – Ireland
 13.6%  Mohammad Nabi  – Afghanista
11.5%   Edgar Schiferli  – Netherlands
4.6%   Alexei Kervezee  – Netherlands
4.5%   Neil McCallum  – Scotland
4.2%   Niall O’Brien  – Ireland
2.7%   Kevin O’Brien  – Ireland
2.4%   Steve Tikolo  – Kenya
1.8%   David Hemp  – Bermuda


Copyright Larawbar 2007-2024