فاصله

37 | دسمبر 26th, 2009


فاصله ښه ده زړګيه
دا نظام همداسې ښه دی
دا نظام د طبيعت دی
تل تر تله دې ولاړ وي
ګل جهان دې تل ودان وي
انسانيت دې وي ښاغلی
مينه جرم دی زړګيه
او سزا يې فاصله ده
زه او ته دواړه مئېن يو
او موږ دواړه مجرمان يو
دواړه يو له بله لرې
لکه ځمکه او اسمان يو
ته په بل وطن کې ښه يې
زه په دې وطن کې نه مرم
زموږ زړونه دې پرهر وي
خو چې نور خلک خوشحال وي
د اولس د دې وګړو
هېڅ اوصول دې نه ماتېږي
دا پښتو دې تل ژوندۍ وي
پښتانه دې وي سرلوړي
محبت دې تل ګنا وي
زه او ته دې مجرمان يو
او سزا دې (( فاصله )) وي

»

Copyright Larawbar 2007-2024