د درمل او لاروي طرحيه مشاعره

د لراوبر اداره | دسمبر 26th, 2009


د احسان الله درمل او اسمعيل لاروي طرحيه مشاعره.

چې ستا سـتاينې ته كافـــــي شي شـــــايد
داسې خبرې مې په فــــــن كــــــــې نشـــــته

لاروى

در جار مې اوښكې كه ترې هار جوړوي
هاى چې غمي مې په لمن كې نشـــــــــته

درمل

منم چې اوښكې دې غـــمي دي مــــــګر
خو دا غمي په نور وطن كــــې نــــــشته

لاروى

د غريبانو په لېمو كـــــــــې ډيــــــــر دي
هو كوم غمي چې په يمن كې نشـــــته

درمل

زمــــــا دقــــــــــام د غريبانو اوښـــــــكې
ترخې شكرې دي دكـــــــــــن كې نشــته
له كرامت د غريــبانو قـــــــــــــــــــربان
داسې كيسې يې شته چې نن كې نشته

لاروى

قام دې لېمې لــري نظــــــر نه لــــــــــــــري
ستنې شته تار په يوه ستن كې نـــشته
دا د اذر بتان نور مه ســــتايــــــــــه تـــــه
روح ديوه هم په بدن كــــــــې نشــــــــــــته

درمل

چې ستـــــــــــــــا خبرو ته به غوږ ونيسي
دا سوچ د دې قام په ميــــــــن كې نشته

لاروى

عشق يې وهلى دى د كركې كنــــــــګل
اور يې دزړونو په ګلخن كې نشـــــــــته
پر ګور يې نور شه اقبال څه ښـــــه وايې
وې سترګور په ټول چمن كې نشـــــــته

درمل

سبا به ښه شي خو خــــــــــــبره دا چــــې
يوه ډيوه مو ماخستن كې نشــــــــــــته

لاروى

Copyright Larawbar 2007-2024