خدای شرمولۍ
ولسمشر د شورا غونډې ته د کابینې د پيژندګلوی لپاره ورغلی هلته يې د نوی وزیرانو د پيژندګلوی وروسته خپل مرستیال ته وویل دعا وکړه:
هغه ورته وویل:
کومه دعا؟
ولسمشر ورته وویل:
هغه دعا چې ما د کابینې د لیست جوړولو وروسته وکړه
هغه ویل :
هو په یاد می شوه
چرت مه وهه مارشاله نور د ولس ووټ ته اړتیا نه لرم هغه ددرمن د سر وعدې وې اوس یې کیسه مفته ده
ولسمشر په رنګ الوتی بڼه ورته وویل:
بس بس
مرستیال زیاته کړه : هو
بس نور د ولس خبری مه کوه هغه څه په درد خوری هغوی زما په چمونوبو ی نه وړی زه هغوی په خپلو ګوتو نڅوم زه د همدې توپکیانو په مټو ځان ساتم
ته مي لیر ي کړې له رايي وروسته می بیا له هغه لا لوړ کړې ؛ تورن اسمعیل مې لیری کړی له ووټ وروسته مې بیا هغه وزیر کړ، مخدوم شورا په چکچکو ویستی بیا يي راولم دغه دی زور
ولس مشر په خړتوب وویل :ته څه وایي؟ چپ چپ
مرستیال زیاته کړه :
هو رښتیا
چپ چپ چا ته مه وایه! دا د شور اډسکی وېشتونکی او ځان من من کونکی ډیر وکیلان می د بیا ټاکلوپه وعدو له مخکې رانیولی دی چورت مه وهه
ولسمشر پوه شو خبره نوره هم غړکه کیږی
ناری يې کړه :
امین امین
ټولو چکچکی په وکړی
ولسمشر په خندا خندا وکیلانو ته ویل: مرستیال صایب ډیر ټوکي دي
مرستیال يې ورو له ځان سره وویل :: تا ته د لاس شا ته صیب