هلمند: ايساف ځواکونه د يوه طالب قوماندان د وژلو ادعا کوي

34 | دسمبر 28th, 2009


په هلمند کې دايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر څخه په څپره شوي خبرپاڼه کې ويلي دي، چې نوموړۍ طالب قوماندان تازه ګل نوميږي دهلمند ولايت ګرشک ولسوالۍ په یو لړعمليات کې د دوى د ځواکونو لخوا ووژل شو.
خبر پاڼه وايي چې نوموړي قوماندان د بمونو او ماينونو جوړولو مهارت درلود.
خو بل خوا د ګرشک ولسوال عبدالاحد دې عملياتو او نوموړي قوماندان له وژل کيدو څخه ځان ناخبر بولي.

Copyright Larawbar 2007-2024