د ګوربزو امنيه قومندان په چاودنه كي ټپي شوئ دئ

56 | دسمبر 31st, 2009


د خوست د ګوربزو ولسوالۍ امنيه قومندان نن په يوه چاودنه كي ژوبل سوئ دئ .

د خوست ولايت امنيه قومندان سمونوال محمد يعقوب ازادۍ راډيو ته ويلي، د سړك د غاړي په نننۍ چاودنه كي د ګوربزو د سرحدي ولسوالۍ امنيه قومندان بسم الله ټپي سوى او نور چاته زيان نه دئ اوښتئ .

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح اله مجاهد رسنيو ته ويلي چي په چاودنه كي يې د امنيه قومندان په ګډون ۷ كسانو ته مرګ ژوبله اړولې .

خو چارواكو دا ادعا ردكړې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024