پاكستان: د افغان كډوالو کارټونه تمديدوو

56 | دسمبر 31st, 2009


د ملګرو ملتونو د كډوالو عالي كمشنري وايي چې پاكستان ورته په دغه هيواد كي د افغان كډوالو د پاته كېدو د كارتونو د تمديديدو په اړه ډاډ وركړى دى.

د ملګرو ملتونو د عالي كمشنرۍ ادارې په يو اعلاميې كې ويلي دي چې د پاكستان د سرحدونو چارو وزارت په دغه هيواد كې د افغان كډوالو د پاته كېدو د څرنګوالي په اړه ستراتيژي د صدراعظم دفتر ته سپارلې ده، چې ډير ژر به يې په اړه پرېكړه وشي.

ددغې ستراتيژۍ له مخې به په پاكستان كې د پاته كېدو لپاره د افغان كډوالو كارتونه د دوه زرو دولسم كال تر پايه تمديد شي.

په دې وروستيو كې په پاكستان كې ميشتو افغان كډوالو شكايتونه كړي چې پوليس او نور امنيتي ارګانونه يې زوروي او د قانوني اسنادو له لرلو سره_ سره يې نيسي.

Copyright Larawbar 2007-2024