كرزي د تېري ورځي چاودني په كلكه غندلي

56 | دسمبر 31st, 2009


افغان ولسمشر حامد كرزي په كندهار او خوست ولايتونو كي هغه چاودني په ټينګه غندلي چي له امله يې كاناډايي پوځيان او ملكي امريكايانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په كندهار كي تېره ورځ د كاناډايي پوځيانو پر موټر د سړك د غاړي ماين وچاودى چي ۴ پوځيان او يوه ښځينه خبرياله ووژل سوله.

همدارنګه پرون د نړيوالو ځواكونو په يوې اډې كي ځان وژونكي حملې ۸ ملكي امريكايان ووژل.

په هغه اعلاميه كي چي نن د افغانستان د جمهوري رياست څخه خپره سوې راغلي چي ولسمشر كرزي د وژل سوو كاناډايي او امريكايي كسانو كورنيو ته ډاډ ګيرني وركړي.

Copyright Larawbar 2007-2024