په بلجيم کي افغان ادبي بهير غونډه جوړه کړه
په بلجيم کي افغان ادبي بهير د اکتوبر پر ۲۷ د دغه هيواد د Maffle په ښار کي ( له خدمتګار سره يو ماښام ) ونمانځه .
دغه ماښام د قرآن پاک په ايتونو پيل سو ، د بېلابېلو ټولنو پيغامونه ، د سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار او د هغه د اثارو په باب مقالې ، څېړني او ويناوي واورول سوې ، د ولولو ډکه په زړه پوري مشاعره ترسره سوه ، او د ماخستن د ۱۱ بجو څخه بيا د سهار تر ۵ بجو پوري د هيواد پياوړي سندرغاړي استاد رحماني دا ماښام په ډيرو خوږو سندرو بدرګه کړ .
تفصيلي راپور له ډيرو زياتو عکسونو او ويډيو سره له دې ځايه وګورئ ( داځای کليک کړئ )