کندوز : د دولت او وسلوالو ترمنځ نښته او بمبار شوئ دئ

د لراوبر اداره | جنوري 3rd, 2010


دکندوز ولايت په شمال اوشمال ختيځ کې پرتې ولسواليو ارچې اوامام صاحب کې دوسلوالوطالبانو اوافغان دولت ترمنځ دسختونښتو خبرورکول شوي دي .

دارچې ولسوالې ولسوال شيخ صدرالدين (سعدي) دتيرماښام دجګړو په اړه کليد ته وويل(( دجګړي په پاېله کې ئي دوسلوالوطالبانو څخه (٣٠) تنه وژلې دي هغه داهم زياته کړه چې په دغو نښتوکې ئي دوسلوالوطالبانو يوتن ازبک قوماندن دعبدالله په نامه دڅوتنو ملګرو سره ئي اسيرنيولي دي . )) ددي ترڅنګ دکندوز ولايت دامني قوماندان مل پسوال محمدرزاق يعقوبې ددغې جګړې په اړه وويل (( چې دغه عمليات ئي دسپيشل فروس اوملې اردو اوملې پوليسو پرمټ اومرسته په ارچې کې ترسره کړي دي هغه ديوې پوښتنې په ځواب کې ملکې وګړوته دمرګ ژوبلې په هکله څه ونه ويلې خوځايي اوسيدونکې دهوائي بمبارې اوسختوجګړو خبرورکوي .

خوتردي دمه داڅرګنده نه ده چې په دغو جګړو کې به څومره ملکې اوولسې وګړو ته مرګ زوبله اوښتې وي .

خوله بل پلوه په دغو جګړو کې دوژل شويو اونيو ل شويو کسانو په اړه وسلوالوطالبانو خپل غبرګون رسنيوته نه دي څرګند کړي .

په سېمه کې دوسلوالوطالبانو سميېزمشران بيا وايي چې تيره ورځ ئي دامام صاحب ولسوالې دتاشګذرپه کلۍ کې دبهرنيو ځواکونو (٤) ټانکونه اودملې اردو (٣) رنجرموټران له منځه وړي دي ،اوسپوروته ئي مرګ ژوبله اړولې ده همدارنګه هغوې وائي چې دقطربواق جان په سېمه کې ئي (٦) بهرنې سرتيرې ديوټانګ دالوزلو په پاېله کې وژلې دي هغوې دخپل يوملګرې دټپې کيدلو خبرهم ورکړ))

دکندوز په شمال اوشمال ختيځ کې پر تې دواړه ولسوالې امام صاحب او ارچې دهغو ولسواليو له ډلې څخه شميرل کيږئ چې په دي ورستيوکې دنښتواوجګړو راپورونه ورڅخه ډير ورکول کيږئ دډيروځاېې اوسيدونکې پرآند دجګړودډيرښت لامل په دغه ولسوالېو کې دځايي مليشواواربکيانو مسلح کيدل اوبې کارې ده .

Copyright Larawbar 2007-2024