د کابل وروستۍ وژنې او ورانونې يو بل جنګي جنايت

د لراوبر اداره | جنوري 25th, 2010


د کابل سپين سترګې اداره نوره دومره سپين سترګې شوې چې خلکو د سترګو پر وړاندې اوښ په بډه وهي.
هره ورځ هيواد د جنګي جنايتونو کوربه وي، چې دغه جنايتونه د بهرنيو ځواکونو، دولتي ځواکونو او دولت مخالفينو لخوا رامنځته کيږي او معمولاً ښکېلې غاړې يې د پټولو هڅې کوي او مسووليت يې پر خپلو غاړو نه اخلي.
د کابل پر ارګ طالبانو د دوشنبې ورځې د بريدونو چې مليونونو هيوادوالو او نړيوالو يې تلويزيون له سکرينونو په ژوندۍ بڼه ننداره وکړه او دولتي امنيتي ځواکونه يې ليدل چې له توپير پرته پر هغو ودانيو بېرحمانه ډزې کوي چې ګوتې په شمار ځانوژونکو په کې سنګر نيولى و.
دغه ټولې ودانۍ ګن مېشتې ودانۍ وې چې په لسګونه مامورين، هټيوال، مسافرين او سوداګر په کې ايسار پاتې وو.
يو له دغو ودانيو څخه د قاري امان ستر او تاريخي پلورنځى و چې د کابل له تنظيمي جګړو روغ پاتې شوى و، خو په وروستي بريد کې د دولتي ځواکونو د ډزو په نتيجه کې وسوځېده.
دغه پلورنځى چې د ((فروشگاه بزرګ افغان)) په نوم سره شهرت لري او د کابل ښار شاوخوا سيمه يې هم د خپل نامه تر اغېز لاندې راوستې ده، د خپلو لوکسو او ځانګړو هټيو او سوپر مارکېټونو له امله چې زيات سوداګريز توکي به په کې وو، د کابل هر اوسېدونکي ته يو خاطره ځاى و.
په خواشينۍ سره د تلويزيونونو له سکرينونو وليدل شول چې د امنيتي ځواکونو د شوبلو او سرتېرو له تيتو او پاشلو ډزو له امله يې د بريد په لومړۍ وهله کې اور واخيست او تر خپل پنځم پوړ پورې د ورځې تر وروستيو سوځېده.
د دغه پلورنځي ځينو هټيوالو له يوه تلويزيون سره په مرکه کې وويل چې دوى ته وويل شول چې يو شمېر ځانوژونکي له چاودېدونکو واسکټونو سره ودانۍ ته ننوتي او دوى بايد ودانۍ خالي کړي.
دا داسې څرګندوي چې ګوندې هټيوالو ته د بريدکوونکو لخوا نوموړې خبره شوې وي او وخت ورکړ شوى وي چې ماڼۍ خالي کړي.
په بل خبر کې د عيني شاهدانو له حوالې ويل شوي چې د پلورنځي له بريد څخه مخکې لومړى يو ځان وژونکى بريد د ارګ پر دروازه ترسره شو او کله چې د امنيتي ځواکونو پام هغه ته واوښت، نو ترشا يې نور د پياده بريدونو لړۍ پيل شوه.
دا په خپله د عسکري تکتيک له مخې له ساحې څخه د ملکي وګړو تخليه او د امنيتي ځواکونو د ټولېدو پر ځاى بريد ښيي.
په داسې بريدونو کې چې د خرپ يا په چريکې توګه ترسره کېږي، بريد کوونکي ته هدف روښانه او څرګنده وي، خو هغه څوک چې په دام کې لوېږي، هغه بيا نه پوهېږي چې له کومې خوا تر ډزو لاندې راځي او يا کم تر کمه له کومې ودانۍ او خونې څخه وېشتل کيږي.
نو دا پخپله ښيي چې دلته دفاعي ډزې بايد پاشلې او تيتې وي.
په دغه بريدونو کې په لومړيو رپورونو کې لږ تر لږه د 6 امنيتي ځواکونو د وژل کېدو او تر دولسو د ټپي کېدو خبرونه ورکړل شول او هم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د امنيت او پوليسو وياندويانو لخوا ضد او نقيضې ادعاګانې وشوې.
پوليسو په يو راپور کې وويل چې هيڅ ملکي وګړى په بريد کې نه دى وژل شوى او امنيت بيا د 32 کسانو د ټپي کېدو چې ملکيان هم په کې وو او د درې ملکيانو د وژلو خبرونه ورکړل.
د امنيتي ځواکونو وياندويانو د ورځې تر وروستيو دا هم معلومه نه کړاى شوه چې بريد د څو کسانو لخوا شوى و او يوازې د دوو بريدګرو د وژلو پخلى يې کاوه.
د تلويزيون په سکرين هم ليدل کېدل چې د ورځې تر وروستيو د فروشگاه ودانۍ چې د پېښې منځ و، په اور کې سوځېده او هيڅ امنيتي کس ونه ليدل شو چې د ورځې تر وروستيو دې دغې ودانۍ ته سر دننه کړى وي.
دا په داسې حال کې ده چې دولتي وياندويانو د دغه بريدونو دفاع د افغانستان له خلکو شانداره او پرتمينه دفاع او وياړنه وبلله او د ځان پر ستايلو يې خولې ستړې کړې.
د فروشګاه منشي عبدالستار خپله کيسه داسې کوي:
کله چې بريد کوونکي د فروشګاه ودانۍ ته ننوځي دى په څلورم پوړ کې په خپل دفتر کې وي، دى د طالبانو لخوا ګواښل کيږي چې هر څه ژر ودانۍ تخليه کړي. يو هټيوال چې د 18 کالو په شاوخوا کې عمر لري د طالبانو لخوا د تعلل له امله وېشتل کيږي. دى وايي چې پر ده هم طالبان ډزې کوي، خو هدف يې د ده وېشتل نه وي، بلکې وېرول وي.
دى له څلورم پوړ څخه په بيړه ښکته کيږي او نور هټيوال خبروي چې څلورم او پنځم پوړ ته درې تنه ترهګر ختلي او دوى بايد ودانۍ تخليه کړي.
دى وايي چې له ودانۍ څخه په ښکته کېدو يې د عدليې وزارت امنيتي پوستې خبر ورکړ، پوليس په بيړه ودانۍ ته ورغلل او داخل د عمل شول، خو وروسته فروشګاه د دولتي ځواکونو تر ډزو لاندې راغله او په پاى کې ټوله وسوه چې له ودانۍ سربېره يې د درې نيم مليارده ډالرو په ارزښت د هټيوالو مالونه هم وسوځول.
د فروشګاه ټول هټيوال د دوى د هټيو سوځولو پړه پر دولت اچوي او وايي چې د درې تنو بريدګرو نيول کېدل په دوامدارې محاصرې او د بيهوشه کوونکو ګازو سره په ډېره اسانۍ سره له زيانونو پرته ترسره کېداى شول.
د کورنيو چارو وزارت او نور امنيتي ځواکونه لکه څنګه چې نوموړي عمليات بريالي، شانداره او پرتمين بللي په رسمي او غير رسمي توګه غواړي ځان له دې پړې څخه په څنګ تېر کړي.
دا بيا په داسې حال کې ده چې ويل شوي د عملياتو پر وخت د کورنيو چارو وزير د عملياتو د قوماندې په ځاى کې وو او عمليات يې له نژدې څارل.
د فروشګاه څښتن ورته له اوښتي زيان ډېر خواشينى دى.
هټيوالو په يوه خوله د تاوان غوښتنه کړې، خو دا به ستونزمنه وي چې د فساد په شتون کې چې دا مهال په دې اندازه پيسې د حکومت چارواکو ته له ډار پرته د يوې غوړې مړۍ حيثيت لري، هټيوالو ته د اوښتي زيان پوره تاوان ورکړ شي.

د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت رييس په يو ګډ خبري کنفرانس کې د دې پېښې د مړو شمېره پنځه تنه ښيي او د روغتون يو چارواکى له دې پنځو تنو څخه څلور يې پوځيان يادوي او همداراز دا بې خبره امنيتي چارواکي چې د افغانستان د بودجې 80 سلنه مصرفوي نه پوهېږي چې د دښمن شمېره يې څومره ده او د بريد کوونکو شمېره پنځه يا اوه تنه ښيي.
د پېښې کتونکي بيا د مرګ ژوبلې شمېره پورته ښيي او ادعا کوي چې ډېرى مرګ ژوبله د پوليسو لخوا اوښتې ده او ډېرى کسانو ته په هغه واټونو کې مرګ ژوبله اوښتې چې د بريد کوونکو د انداخت په ساحه کې نه راتلل.

له سياسي او پوځي پلوه له داسې يوې دفاع څخه چې په هغه کې خلکو او په تېره ولسي وګړو ته زيات زيانونه اوښتي وي او کم دښمن پر وړاندې په ګڼ مېشته سيمو او ښار په واټونو کې له درنو وسلو او سخت غبرګون څخه کار اخيستل شوى وي، سم کار نه دى، جنګي جنايت بلل کيږي او بيا په دروغو او د الفاظو په لوبولو سره د ملي جنايت له پړې څخه ځان د ژغورلو هڅه نه يوازې دا چې د مجرم مسووليت نه شي کمولى، بلکې نور يې هم زياتوي او بد سياسي اغېز ښندي او د دولت او حکومت باور ته کلک زيان اړوي.

د عيني شاهدانو له څرګندونو سره سره بيا هم ولسي وګړو ته د زيان اړولو پړه په يوطرفه ډول پر طالبانو اچول او په لسګونو ملکي کسانو په وژلو او ژوبلولو او مليونونو ډالرو مالي زيان ګاللو سره د 5 بريدکوونکو پر وړاندې له ارګ څخه دفاع کولو ته له افغان ولس څخه د دفاع ورکولو نوم ورکول او ډېر بزدلانه او غير مسلکي عمليات، پرتمين او شانداره بلل او د ټولو اخلاقي نورمونو پر خلاف په خپله د ځان ستايل، هغه څه دي چې پر دولت د بې کفايتۍ او له خپل ولس سره د دښمنۍ تور پياوړى کوي، که څه هم دا مهال يې په چارواکو د بې کفايتۍ تور لګېږي او ويل کيږي چې دا د افغان چارواکو د فساد او دپلوماسۍ د زوال له امله ده چې په افغانستان کې روان کړکېچ او جګړې ته لار هواره شوې ده او دولت د يرغلګرو د سيستم په يوه پرزه بدل شوى او په ناغوښتې توګه د يرغلګرو او ښکېلاک په واک کې لوېدلى دى.

اوس که چېرې د دولت چارواکي خپله د بې کفايتيو پړه پر غاړه نه اخلي او خپلې پړې نورو ته راجع کوي، نو دا به د فاسدو چارواکو پر وړاندې د خلکو بدبيني نوره هم پياوړې کړې او په پاى کې به فاسد چارواکي د ولس ګوزار پر وړاندې دولت ځانونو ته سپر وګرځوي او په عملي بڼه د حکومت او ملت تر منځ جنګ ته لاره هواره کړي، که څه هم کارپوهان نوموړې جګړه لا دمخه پيل شوې او له ترهګرۍ سره په جګړه کې د بري پروړاندې تر ټولو ستر خنډ بولي.

بل پلو د ملي نواميسو د اصولو له مخې هم امنيتي ځواکونو نه دا چې له افغانانو او د ارګ له واکوالو دفاع ونه کړاى شوه، بلکې دغو بې کفايته چارواکو د ملي نواميسو پر لمن يې يو تور داغ هم وراضافه کړ او دا يې افغان ولس او هم يې دښمنانو ته په ډاګه کړه چې افغان مشران او چارواکي نه شي کولى له خپلو خلکو او پولو څخه دفاع وکړي.
له افغانانو څخه دفاع بايد د افغانستان له پولو څخه د باندې ترسره شي او کله چې يو څوک د افغانانو کور او بيا د واکوالو کور يانې ارګ ماڼۍ ته داخلېږي او ټول افغانان او افغانستان تر شا پرېږدي، دا نه يواځې چې له افغانانو دفاع نه ده، بلکې د افغانو پر لمن د ننګ يو تورداغ هم دى چې د ويده چارواکو او وزيرانو په شتون کې يې دښمن د هيواد په دننه کې په سوونو کيلومتره واټن وهي او دوى پرې نه خبرېږي او بيا د هيواد او حکومت پر زړه يعنې پاچايي ماڼۍ بريد کوي، بيا هم دوى ويده وي او د دشمن ډزې يې له خوبه ويښوي او بيا سترګې مښي د مايکونو شاته ورځي او په دې هم خبر نه وي چې بريد کوونکي څو نفره دي او د بريد موخه يې څوک او يا کوم ځاى دى.

دا په خپله د ملي نواميسو پر وړاندې د چارواکو بې کفايتي ښيي او هم د دولت سياسي او ټولنيز مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي او دا تعبير پياوړى کوي چې دولت او چارواکي يې نه شي کولى له ولس، ملي ګټو، ملي نواميسو، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع وکړي.

په نړيوال سياست کې هم دا راز دولتونه مشروعيت نه لري او له ترهګرۍ سره په ضد جګړې کې د بري يوه غټه نيمګړتيا له همدې تشې سره غوټه ده چې په تېرو اتو کلونو کې نړيوالې ټولنې له بې کفايته چارواکو او د هغوى له نامشروع سياستونو ملاتړ کړى دى.

اوس نړيوالې ټولنې، ولسي جرګې او افغان ولسمشر ته په کار ده چې د دغو چارواکو په اړه له سره کتنه وکړي او د افغان ولس او د نړۍ د ولسونو ماليه چارواکو د بې کفايتۍ قرباني نه کړي او دا په هغه چا ولګوي چې وړ يې دى.

افغانانو ته دا پوښتنه پيدا کيږي، کله چې د دغه وياړلې اردو او امنيتي ځواکونه چې په ملياردونو ډالره مصرفوي، نه شي کولى له خپل پاچا څخه په ارګ کې دفاع وکړي او د هغه امنيت خوندي کړي، نو بيا څنګه کولى شي د ملت امنيت وساتي او ملي ځواکونه دې شي.
دغه جنابان ايا افغانستان يوازې ارګ بولي چې له ارګه دفاع د افغانستان دفاع بولي او يوازې د ارګ مېشتوال افغان ولس او ملت بولي چې د ارګ له مېشتوالو دفاع دې د ملت دفاع وي.
که داسې وي، نو دا به په نړۍ کې لومړى ځل وي چې افغانستان دې دومره کوچنى شوى او د ګوتو په شمېر ملت سره يو هيواد وي.
رښتيا چې کوچني فکرونه، کوچني خويونه زېږوي.
ايا احمدشاه بابا د مور زرغونې انا هغه پند دوى له ياده وېستلى چې احمدشاه بابا يې د کندهار له ښاره له دېوال تاوولو منعه کړ او خپل زوى ته يې وويل چې يوازې د کندهار له ښاره ساتنه، د پښتون ساتنه نه ده او دى بايد د پښتون ساتنه له ډهلي نيولې تر مشهده وکړي نه د کندهار ښار دننه.
که چېرې په چارواکو کې سواد، پوهه او تدبير واى نو د بريدکونکو د پښو غورځولو له پاره د ودانۍ سوځولو، د ولسي وګړو د وژلو او ژوبلولو او زرګونو ګوليو عبثولو پر ځاى يو څو د بيهوښۍ مرمۍ او يوه څو ورځنۍ محاصره کافي وه چې د پاکستان اغوا شوي اجنټان له پښو غورځېدلي او ژوندي نيول شوي واى او داسې ګوزار يې ليدلى واى چې پاکستان ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړ شوي واى چې نور يې له افغانانو سره سر په څنګ نه واى وهلى.
دا هغه مهال ممکنه وه، دغه بريدګر چې پاکستانيان بلل شوي افغانستان ته له زيان اړولو پرته نيول شوي واى، تلويزيون ته درول شوي واى او ټولې نړۍ يې د پاکستان په جنګي جنايتونو اعتراف ليدلى او اورېدلى وايي.
پاکستان ته د افغانستان هر نقطه او هر وګړى هدف دى، که هغه د ترهګرو لخوا وژل کيږي او که په اصطلاح د ملي امنيتي ځواکونو او يا هم نړيوالو مجرحينو.
لنډه دا چې د دولت مخالفانو ځانمرګي بريدونه او جګړه له ملي ګټو سره په توافق کې نه ده، د بهرنيو استخباراتي کړيو د لاسوهنې پر بنسټ د دغه جګړې ګټې نورو ته رسېږي او زيان يې افغانانو ته او په روانو حالاتو او شرايطو سره هيڅکله په دغه جګړې سره نه ځمکنۍ بشپړتيا او نه ملي حاکميت تضمينېدلاى شي.
د يو شخصي پلورنځي څخه بريد او يا هم پر پلورنځي بريد دواړه جنګي جنايت دى دا چې د هر چا لخوا ترسره شوى وي.

تر کومه ځايه چې معلومات ورکړ شوي پر کابل او نورو مهمو ځايونو بريدونه د پاکستان استخباراتي ادارې لخوا تنظمېږي او سيمه ييز افغان طالبان له داسې بريدونو مخامخ بريدونو ته ترجيح ورکوي، نو بيا د افغانستان پر وړاندې د پاکستان اوسنۍ او تېرو جګړو ته په کتو له هغوى کومه ګېله او تمه نشته او له دې څخه د نورو ناوړو او ناسپېڅلو جګړو او بريدونو تمه ترې بايد ولرو، خو افغان ولس له افغان چارواکو او طالبانو څخه د افغان ولس د يوې برخې په توګه هم تمه لري او هم ګېله چې دوى بايد د خپل ولس او ملي ګټو، ملي ارزښتونو او ملي نواميسو پوره پام وساتي، جګړې خو د ورونو تر منځ هم کيږي، خو هيڅ يو صالح زوى په جګړه کې ګډ نواميس له پامه نه غورځوي.
پاکستان د مداخلې له امله ده چې د خلکو د ړندولو او د جګړه مارو پراخه لاسي له پاره د افغانستان جګړې تل مذهبي عنوانېږي او د ملي روڼ اندو ملاتړ له ځانه سره نه لري، نو هيڅکله ملي ضمانت به ترلاسه نه کړاى شي.
دولت د مخالفانو د جګړې په پاى کې هم، يانې هغه مهال چې يرغلګر هيواد او سيمه خوشې کړي بيا هم نه شي کولى واک رښتينو مشرانو ته ولېږدوي او په هيواد کې سوله رامنځته کړي، بلکې له سيمې څخه د لويديځو يرغلګرو په وتو سره به په سيمه کې د ختيځو يرغلګرو يرغل او جګړه پيل شي چې دا جګړه به هم لسګونه کلونه دوام ومومي تر هغه چې ملي ځواکونه پياوړي شي او د هيواد د دفاع چارې په لاس کې واخلي.
د دولت او مخالفانو اوسني چارواکي به تل د نورو استخباراتو په لومو کې بند پاتې وي، هغوى د هدفونو له پاره به جنګېږي تر هغه چې د بهرنيانو او يرغلګرو له اړوندتيا او اړتيا څخه ځانونه وژغوري او دولت د سياست پر يوې داسې ليکې ودرولاى شي چې خپلواکه او پر ځان بسيا وي، نه دا چې د نورو اړيکه وي او هغوى د جنګي ماشين د يوې پرزې په توګه وکارول شي.
د حالاتو په پاى کې د طالب مشرانو او د حامد کرزي په مشرۍ د ادارې او چارواکو برخليک د تېر ځل جګړې غوندې د تنظيمي مشرانو او د ډاکتر نجيب الله د حکومت د چارواکو له برخليک سره ورته دى.
يو څه چې يقيني دي هغه دا دي چې لويديځوالو په افغانستان کې ماتې خوړلې او له سيمې څخه پښې سپکولو په حال کې دي.
بل پلو داسې ښکاري چې چين هم په دې لګيا دى چې پر نړۍ د امريکې امپراطورۍ ته پاى ورکړي او دغه امپراطوري چې د انټرنېټ پر مټ چلېږي اوس د انټرنېټ په برخه کې د چين له وروستيو پنځونو او اخطارونو داسې ښکاري چې نوموړي هيواد خپل لومړى ګوزار يې برابر کړى او د انټرنېټ ټکنالوژي يې تر پوښتنې لاندې راوستې کوم چې پر نړۍ يې د امريکې د منګولو ټينګول حتمي کړي وو، چې دا به هم له سيمې څخه د امريکې پوځونو وتل چټکه کړي.
په وروستي تحليل کې دا مهال چارې او واګي د کورنۍ او بهرنۍ ګډې مافيا په لاس کې دي او دا کسان هيڅ ډول ټولنيزو، مذهبي، عقيدوي او نورو ارزښتونو ته قايل نه دي، موخه يې دا ده چې د جګړې له لارې سوداګري وکړي او په داسې کسانو باور کول نه دي په کار.
تر کومه ځايه چې خبره بيا د ولس ده، نو ولس بايد کوښښ وکړي چې د دغې سوداګرۍ له زيانه ځانونه بچ کړي او د يووالي له پاره کار وکړي او هغه کسان چې ولس په تياره کې ساتي او په نرمه ژبه او نيرنګونو سره غواړي خپلې جګړه ييزې سوداګرۍ ته لار پرانيزې، ولس او هيواد د خپلې ناروا او ناوړې سوداګرۍ قرباني ګرځوي، ولس په يو طرفه ډول د خپلو موخو له پاره استعمالوي او ولس يې يرغمل کړى، خلکو ته وپېژني تر څو چې له ولسه يې جلا او منزوي کړي او پر هيواد د افغان ولکې او واک له پاره زمينه برابره شي او واک له ټوپکيانو او جګړه مارانو څخه د ولس رښتينو مشرانو او سرتېرو ته ولېږدېږي، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ډاډمنه شي.
د افغانستان خپلواکۍ، ازادۍ او پرمختګ له پاره لومړنى قدم بس همدا دى چې د هيواد رښتيني مينه وال، پوهان، ديني عالمان، ځوانان، پېغلې، افسران، پوليس او سرتېري سره يو شي، ملي غږ پورته کړي او د بېلتون کرښې چې شورويانو(روسانو) ايرانيانو، پاکستانيانو، امريکايانو، يهودو او نصرانيانو جوړې کړي، هغه له منځه يوسي.
جګړه لا نوره لسګونه کلونه هم په مخ کې ده او د دې مودې لنډول د افغانانو يووالي او د بهرنيو جاسوسو جګړه مارانو په له منځه تلو پورې اړه لري، نه د فروشګاه و، پلورنځيو، پلونو، فابريکو، اوبو بندونو او کروندو په له منځه تلو پورې.

Copyright Larawbar 2007-2024