طالبانو د ملګرو ملتونو سره کتل رد کړل
اسوشیټید پریس په خپل تازه راپور کی وایی چی د طالبانو عالی شورا اعلامیه خپره کړې او په هغه کی یې د ملګرو ملتونو سره د طالبانو د خبرو اترو آوازې خوشی پروپاګنډ بللی دی . مخکی راپور ورکول سوی و چی هغوی د ملګرو ملتونو د نمایندګانو سره پټي خبري اتري کړي دي . د طالبانو دا اعلامیه وایی چی دغه آوازې چټی او بې اساسه دي . اعلامیه په افغانستان کی د طالبانو پر جګړه باندی ډیر ټینګار کوی او زیاتوی چی د لندن د کنفرانس لخوا دوی ته د سولي د وړاندیز ردول پخپله یوه کلکه ضربه وه چی په افغانستان کی یې د امریکا ستراتیژۍ ته ورکړه . اعلامیه زیاتوی چی تر څو بهرني یرغلګر د افغانستان څخه نه وی وتلي موږ به خبرو اترو ته حاضر نه سو .