کور / تازه خبرونه / وزيرستان: امريکايي الوتکي نهه کسه ووژل

وزيرستان: امريکايي الوتکي نهه کسه ووژل

په شمالي وزيرستان کي د امريکا د بې پيلوټه طيارو په تازه حمله کي نهه تنه وژل سوي دي.
دغه بمبارۍ د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه کي پر يوه کور سوې چي وايي څلور راکټونه يې پر غورځولي دي او د جلال الدين حقاني د ګروپ اړوند وسله والو يو کور يې په نښه کړئ دئ.
خبر وايي په دغه کور کي د الوتکي يوه نوې ويشتونکې وسله ځاى پر ځاى سوې وه چي هغه هم په حمله کي له منځه تللې ده.
د سيمي اوسېدونکي وايي په اوسني بريد کي هغه راکټ له منځه تللئ چي څلور ورځي دمخه يې په همدې سيمه کي يوه امريکايي الوتکه را اچولې وه.