تاجكستان 81 افغان بنديان افغان چارواكو ته وسپارل

56 | فبروري 4th, 2010


تاجكستان افغانستان ته د افغان بنديانو چې ددغه هيواد په بيلابيلو زندانونو كې ساتل كيږي، د سپارلو لړۍ پيل كړه.

نن تاجكستان په شيرخان بندر كې د قندز امنيتي چارواكو ته د افغان زندانيانو لومړنۍ ډله چې ۸۱ كسان و، وسپارله.
په دې برخه كې د افغان پلاوي مشر څارن پوه عزيز الله سحاق وايي چي 270 تنه نور افغان زندانيان هم په تاجكستان كي پاته دي.

افغان چارواكي وايي چي دغه زندانيان به د زندان پاته وخت په افغانستان كي تېر كړي.
په هغو بنديانو كې چې نن افغان دولت ته وسپارل شول اكثره د شمالي ولايتونو اوسيدونكي و چې پر بېلابيلو جرمونه په تاجكستان كې بنديان و.

Copyright Larawbar 2007-2024