يونيسف: شا او خوا دوه ميلونه ماشومان او ميندي له ګواښ سره مخ دي

56 | فبروري 6th, 2010


د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستي اداره يا يونيسف وايي په افغانستان کي د شاوخوا يو ميلون ماشومانو او نيم ميلون ميندو ژوند له ګواښ سره مخامخ دى.

يونيسف د ۲۰۱۰ کال په راپور کي چي د سلواغې په ۱۶ مه يي خپور کړى وايي، دا شمېر يي د ټول افغانستان په كچه برابر كړى دى.

د ملګرو ملتونو دا موسسه وايي، په افغانستان کي د وچکالۍ او د خوراکي موادو د کمښت له وجي شاوخوا يو ميلون او دوه لکه ماشومان چي عمرونه يي له پنځو کلونو كښته دي، او دغه راز پنځه لکه او بنځوس زره اميند وارې له کم خوراکي او نورو بيماريو سره لاس او ګريوان دي.

Copyright Larawbar 2007-2024