ايساف: په هلمند كي مو دوه طالبان وژلي

56 | فبروري 6th, 2010


په هلمند ولايت كي مېشت ايساف ځواكونه وايي چي پرون يې دوه وسلوال طالبان وژلي.

په هلمند كي د ايساف ځواكونو په يوه خپره كړې اعلاميه كي راغلي چي پرون وسلوالو طالبانو د دغه ولايت په دېخواجې سيمه كي د دوى پر ځواكونو حمله وكړه چي په ځوابي ډزو كي دوه تنه طالبان وژل سول.

اعلاميه وايي چي بهرنيو ځواكونو ته زيان نه دى رسېدلى.

خو د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمد رسنيو ته ويلي چي د لښكرګا د بولان او موسى كلا د لوى كاريز په سيمه كي دوى په خپلو عملياتو كي نه بهرني سرتيري وژلي دي او د دوى يو ملګرى وژل سوى

چارواكو دا ادعا رد كړې.

Copyright Larawbar 2007-2024