پښتونخوا: د سوات د طالبانو مهم قومندان ونيول سو

34 | فبروري 7th, 2010


پاکستاني امنيتي مقامات وايي د پښتونخوا ايالت په نوشهره ولسوالي کي يې د طالبانو يو مشهور قومندان نيولئ دئ.
راپورونه وايي طاهر مشهور په بن قاسم يې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په نوشهره ولسوالي کي له وسلو او ځينو مهمو اسنادو سره يو ځاى نيولئ دئ.
پر بن قاسم باندي تور دئ چي پر پاکستاني پوځيانو او پوليسو يې په پټو حملو او د دولتي ودانيو په الوزولو کي يې لاس درلود.
نوموړى په ٢١ بېلابېلو چاودنو کي په لاس لرلو تورن سوئ دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024