هالنډ د ارزګان څخه د وتلو د نېټې په اړه خبري کوي
د هالنډ حکومت په ارزګان کي د خپلو سرتېرو د پاته کېدو يا ايستلو په اړه د پرېکړي لپاره نن ددې هيواد په دولتي پلازمېنه هاګ کي د کابينې غونډه رابللې ده .
دا غونډه چي شاوخوا نيم ساعت مخکي شروع سوې ده په افغانستان کي د خپلو سرتېرو د پاته کېدو يا د سږکال ۲۰۱۰ په اګست کي د پوځيانو د ايستلو پر سر خبري کوي .
هالنډ په افغانستان کي د پوځيانو د پاته کېدو په برخه کي د کور دننه يو شمېر سياسي ستونزي جوړي سوي دي ، د هالنډيانو اکثريت د هغو لاريونونو په ترڅ کي چي په تېرو څو کلونو کي ترسره سوي دي دا څرګندوي چي نه غواړي زامن يې په افغانستان کي د يوې بې موخې جګړې په ترڅ کي ووژل سي .
هالنډيان د خپلو پخوانيو چارواکو څخه پر عراق د بريد د اړتيا په اړه هم اسناد او شواهد غواړي .
د دولت مخالف ګوندونه تور لګوي چي واکمن ګوندونه د امريکې د خوشالولو د پاره د خپل ولس بچي د جګړو اور ته ور ټېل وهي .
هالنډ په افغانستان کي شاوخوا دوه زره سرتيري لري چي نژدې ۱۹۰۰ يې د روزګان په ترينکوټ کي مېشت دي . ظاهرآ تر اوسه په افغانستان کي نژدې ۲۵ سرتيري وژل سوي دي خو طالبان وايي دغومره څو ځله هالنډيان يې وژلي دي .