سينماګانو د شاهرخان د نوي فلم د نه خپرولو فيصله وکړه

34 | فبروري 12th, 2010


د هندوسخت دريځي ګوند شيوسينا او شاهرخان ترمنځ له جنجال وروسته د ممبى سينماګانو په يوه سلا د شاهرخان د ماى نېم ايز خان فلم د نه خپرولو فيصله وکړه.
ټاکل سوې وه چي دغه فلم نن د فبروري پر ١٢ – مه د ممبى په سينماګانو کي ننداري ته وړاندي سوئ واى.
دغه فلم شاهرخ خان په نړۍ کي د مسلمانانو په وړاندي د روانو ظلمونو پر ضد جوړ کړئ، د شاهرخ خان په وينا د دې فلم ترخپرېدو وروسته ممکن د مسلمانانو په هکله د نړۍ والو ذهنونه روښانه سوي واى.
د ممبى سينماګانو ويلي دوى د شيوسينا د سخت دريځي ډلي د اخطارونو له بېري د فلم له خپرولو څخه ډډه کوي.
بلي خوا ته د مهاراشترا ايالت وزيراعلى وويل هره سينما چي دغه فلم خپروي دوى يې د امنيت نيولو ته چمتو دي.
د شاهرخ خان او هندو سخت دريځي ډلي شيوسينا ترمنځ له دوو اونيو راهيسي د پاکستاني لوبغاړو پر سر جنجال هغه مهال راپورته سو، چي شاهرخ خان پاکستاني کرکيټ لوبغاړي په خپله لوبډله کي ونيول خو شيوسينا يې هندوستان ته له ورتګ څخه مخنيوى وکړ.

Copyright Larawbar 2007-2024