کابل : طالبان د مارجې څخه وزي ، یو برتانوﺉ ووژل سو

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 15th, 2010


نیویارک ټایمز اخبار د کابل رژیم په حواله ادعا کړې چی ډیرﺉ طالبان د مارجې څخه د ناټویی ځواکونو د مسلسل فشار له امله وتلي دي او ښایی پاکستان ته اوښتي وی . خو طالبانو تر اوسه د دې ادعا په هکله غبرګون نه دی ښودلی .

د یو بل خبر له مخی چی د انګلستان د دفاع وزارت ورکړ ، وایی چی یو برتانوﺉ عسکر د هلمند په موسی کلا ولسوالي کی د طالبانو په مخامخ ډزو سره ووژل سو خو نور تفصیل یې ور نه کړ او په دې سره د برتانوي پوځیانو تلفات ۲۶۰ ته ورسېدل .

Copyright Larawbar 2007-2024