طالبان : هلیکوپترونو ۵ کوچنیان شهیدان کړل

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 19th, 2010


د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته اطلاع ورکړه چی نن ماپښین د مارجې د مټوخان په کلی کی امریکایی هلیکوپترونو هغه مهال پنځه کوچنیان په شهادت ورسول چی د کلی مخته یې لوبی کولې . خبر وایی چی امریکایانو تر اوسه په مارجه کی ۲۰ ملکی خلک شهیدان او ۵۰ نور یې هم زخمیان کړي دي . امریکایانو او برتانویانو د دې ادعا په وړاندی خپل غبرګون نه دی ښودلی .

Copyright Larawbar 2007-2024