کابل ښار درنو چاودنو ولړزاوه

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 26th, 2010


اسوشیتیډ پریس د کابل څخه په خپل تاره خبر کی وایی چی د جمعې په سهار د « شهر نو » د سیمی کابل ښاری مرکز ته نږدې د صافی لینډمارک هوټل تر خوا درنې چاودنی وسوې او ورسته د کلاشنیکوفونو پرله پسې ضربې روانی وې . ویل کیږ چی دا موټری بم و . خو یو عینی شاهد وویل چی دوو ځان وژونکو دا حملې وکړې . د پولیسو موټرو سایرن ږغونه اورول او په لوډسپیکرونو کی یې خلکو ته ویل چی د کورونو څخه مه راوزﺉ . د هوټل تر خوا په یو څلور پوړیزه ودانۍ کی اور لګېدلی او تر اوسه د مړو او زخمیانو تعداد معلوم نه دی او نه هم چا د دې حملې مسؤلیت منلی دی . دا پسله پنځو هفتو څخه لومړی ځل دی چی په کابل کی بله درنه حمله او چاودنه کیږی .

Copyright Larawbar 2007-2024