انډوخر
د ارګ او پارلمان تر منځ د پاته نوماندو وزیرانو ته د اعتبار د رایو د ورکولو د لانجې په سر د زورورملیتونود سلا په اساس باید د اته پرده يې نندارمه پای ته ورسیږي
هغو ویل :دا چوبخطي نوماندي وزیران باید لکه د دلهن دسریال د لوبغاړو غوندې د مړه کیدو وروسته بیا را ژوندی نشي او دا دوره ټوله باید په سرپرستانو تیره نشي نو داسې پریکړه وشوه
داچې ارګ د سر په ماتولو ددې چوبخطي وزیرانو نه تیریږي او غواړي هرومرو باید هغوی وزیران شي
نو ارګ باید یوازې کاندیدان شورا ته واستوی هلته دی د پارلمان رییس خپلي سترګې وتړي د مرستیال لخوا دی د یو یو وزارت نوم اعلانیږي اود پارلمان رییس چې دهر وزارت دنوم اخیستلو وروسته هر نوماندی ونیوی هغه به د اعلان شوی وزارت وزیر شي
په دې کار سره که څه هم دا لانجه غوڅه شوه اوکار اهل چوبخط ته وسپارل شوه خو دوه واري یوو کیل د شورا مشر ته پښه کېښوده او هغه ولوید اوکله چې پياده هغه را پورته کاوه هغه ټینګ ونیوه او له نیکه مرغه هغه پياده د اوبو او برېښنا وزیر شو
په دی کا رسره پارلمان او ولس ته امید پيدا شو چې د خیره ډیر ژر به د کابل برېښنا جوړه شي .