غزل
ناست یم کرار ناست یمه د کور په دایره کې
د سرو غونډارو منځ کې د سره اور په دایره کې
بل هېڅ ښایست د مینې مې بیا ونه لید دلبره
چې څرک دې ؤ زما د سترګو تور په دایره کې
له ډېرو مې را تاو کړه د وروۍ د ژبې کرښه
خو هېڅوک پاتې نه شو بیا د ورور په دایره کې
د خیال د تصور د زړه په پرېم کې مې خوندي یې
بل هېڅوک به را نشي د انځور په دایر کې
د زور او د قانون تر منځ توپیر راځنې ورک شي
قانون ته چې څوک غاړه ږدي د زور په دایره کې
زه پاته یم همداسې په نیمګړې دنیاګۍ کې
د خپلو شتو ارمان کې یم د پور په دایره کې