امريکا : طالبان لا هم په زور کي دي
د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس وايي طالبان لا اوس هم په زور کي دي او تر هغو چي له زوره نه وي لوېدلي خبرو ته به حاضر نسي.
رابرت ګېټس وويل افغانستان ته د نويو امريکايي پوځيانو له تګ سره که څه هم جنګونو زور اخيستئ دئ، خو لا اوس هم جنګي وضعيت د طالبانو په ګټه روان دئ.
رابرت ګېټس وايي طالبان چي تر څو پوري د ماتي احساس ونکړي خبرو ته به حاضر نسي.