خيبر پښتونخوا (د پوهاند رښتين صاحب سره دنورالبشرنويد او ښاغلي هما مرکه)
د 1992 ميلادي كال د جنورۍ په مياشت كښې پروفيسور همايون هما او ښاغلي نورالبشر نويد له ارواښاد پوهاند رشتين بابا سره يوه اوږده مركه كړې وه او هغه مركه د ليكوال د مجلې د هغه كال د جنورۍ د مياشتې په ګڼه كښې نشر شوې وه.
ښاغلي نويدد مركې په يوه برخه كښې د صوبې د نوم په باره كې له رشتين بابا څخه دا پوښتنه كړې وه:
نويد : ستاسو زمونږ د صوبې د پاره د پښتونخوا د نوم په هكله څه راى ده ؟
رشتين بابا : ما د امير محمد خان په خوله ولي خان ته سوال جواب ليږلى ؤ . چې د پښتونخوا نوم ښه دى خو كه د د پښتونخوا نوم څوك نه مني نو دې سيمې ته په ګندهارا يا روهستان كښې يو نوم خوښ كړئ بلكې رو هستان دې علاقې ته له پخوا نه وايي نو دا نوم زيات مناسب دى . د شيدا شعرونه دي.
خان استاد د تمام روه دى
دى دانا په هر ګروه دى
يا :
په هندي ادا يې وكړې په ما چارې
زه شيدا په روح ساده د روه افغان يم
هجري وايي :
قاصدان له روهه نه راځي مدت شو
سلام باد رارسوي منت يې سم دى
دا دى له مودو مودو انتظار نه پس خيبر پښتونخوا نوم د شمال مغربي صوبه سرحد په ځاى غوره او منل شو ، خوزما په نظر دا به بهتره وې كه دا نوم صرف پښتونخوا وې . د خيبر نوم هسې زياتي دى . خيبر يو تاريخي نوم دى او د پښتونخوا له نوم سره يې يوځاى كول تاريخي حيثيت ته او هم د پښتونخوا دروند نوم ته زيان رسوي. خيبر يوه تاريخي تجارتي لار ده چې مركزي آسيا له جنوبي آسيا سره نښلوي او دا لار د پښتونخوا د خيبر له درې څخه د غرونو په منځ كښې تيره شوې ده . خيبر همداشان يوه غرنۍ لار ده چې افغانستان او پاكستان سره نښلوي . دخيبر دره يو ستراتيژيك نظامي موقعيت لري.په دې دره كښې ډيرې جكړې شوې دي.
په سعودي عربستان كښې يوه شينلۍ ده چې نوم يې خيبر دى . دا شينلۍ له مدينې منورې څخه په 150 كيلومتره مسافه كښې موقعيت لري. د خيبر جكړه په 629 م كال د خيبر په شينلۍ كښې پيښه شوې وه چې رسول اكرم محمد (ص) او دده يارانو له يهودانو سره چې په دې سيمه كښې يې استوګنه درلوده ، جكړه وكړه . په هغې جكړې كښې كاميابي د مسلمانانو په برخه شوه . په سعودي عربستان كښې د خيبر د شينلي يادونه مې ځكه وكړه چې دا سيمه هم يو تاريخي تشخص او د اسلام په تاريخ كښې اهميت لري. هيڅكله چا نه دي اوريدلى چې څوك و وايي ( خيبر مدينه منوره ) . خيبر ځانته تشخص لري او مدينه منوره ځانته تاريخي تشخص لري .
دا خبره هم كيده چې كيداى شي د صوبې نوى نوم اباسين پښتونخوا غوره كړاى شي . له پښنونخوا سره د اباسين نوم زياتول هم موزون نه ښكاري . اباسين هم د پښتونخوا جزء ګڼل كيږي او تر اټكه ټوله سيمه د پښتنو ده .
د پښتنو تشخص د ” پښتونخوا ” په دروند نوم كښې نغښتى دى ، د خيبر د نوم زياتيدل دغه تشخص كمزورى كوي. او د خيبر تشخص ته هم تاوان رسوي خيبر ځانته تاريخي تشخص لري او داتاريخي تشخص بايد هغسې سپيڅلى پاتې شي.
له بلې خوا خيبر يوه ايجنسي ده ، په پښتونخوا كې نورې ايجنسۍ هم شته لكه د مهمندو ايجنسي ، د وركزيو ايجنسي ، د باجوړ ايجنسي او نورې.
پښتونخوا ته دخيبر نسبت يا پيوند وركول له مهمندو ، باجوړ ، كرم ، وركزيو او نور و ايجنسيو اوسيدونكو ته په ذهن كښې سوالونه او په ماغزو كښې پريشاني پيدا كوي.
د خيبر لار د تلو او د راتلو او د راتلو ده
په كابل او پيښور كښې افغان يو دى
په پورتني بيت كښې مونږ وينو چې خيبر د تلو او راتلو لار ده ، په دغه لار خلك ځي او راځي او موټرې پرې تك راتك كوي .
د پښتونخوا له نوم سره مخالفت د پاكستان له جوړيدو سره سم پيل شوى دى او تر اوسه پورې يو شمير پښتون ضد عناصر له دې نوم سره مخالفت ، ضديت او حساسيت لري .
مونږ نه پوهيږ و چې د پښتونخوا په نوم كښې څه مشكل دى . د پنجاب په نوم صوبه شته ، د سند په نوم صوبه شته ، د بلوچستان په نوم هم صوبه شته نو د پښتونخوا په نوم ولې نشته ؟ . په اسلام كښې خو دا خبره ده چې يو مسلمان چې د ځان د پاره څه خوښوي نو هغه بايد چې د بل د پاره هم خوښ كړي .
په هر حال دا هم د شكر ځاى دى چې د صوبه سرحد نوم بدل شو . وايي يو سوالګر ؤ ، خلكو ورته نيمه ډوډۍ وركوله خو هغه نه اخستله ، هغه كامله يعنې روغه ډوډۍ غوښتله ، خو ده ته چا كامله ډوډۍ نه وركوله او په نيمه ډوډۍ د ه قناعت نه كولو آخر دغه سوالګر له لوږې مړ شو . . اوس چې دا د خيبر پښتونخوا نوم ومنل شو نو په دې هم شكر په كار دى .پښتانه دې پښتونخوا وايي .
اوس مبارزه په كار ده چې په راتلونكي كښې د پښتونخوا نوم ومنل شي او د خيبر نوم ورڅخه بيل شي . يو نوم پكار دى . د ځايونو او صوبو نومونه بايد مركب شكل ونه لري .
دا خبره بايد په ياد ولرو چې يواځې د نوم په بدليدلو كار سرته نه رسيږي ، پښتانه بايد هلې ځلې وكړي ، كار او فعاليت وكړي ، له سياسي بيدارۍ او شعور څخه كار واخلي او د ژوندپه اقتصادي ، سياسي ، اجتماعي ، فرهنګي او نورو حياتي برخو كښې د پرمختك د پاره دې نه ستړې كيدونكې مبارزه وكړي.
يوازې په سياست كار نه كيږي ، له سياست سره علم او پوهې ته ضرروت دى ، له سياست سره ښه اقتصاد ته ضرورت دى ، له سياست سره ښه امنيت ته ضرورت دى ، له سياست سره ښه تعليم ته ضرورت دى .
كه علم او پوهه نه وي ، كه اقتصاد پرمخ تللى نه وي ، كه فرهنګ د پرديو فرهنګونو تر اغيز لاندې وي ، كه تعليم په خپله مورنۍ ژبه نه وي نو بيا هغه قام په هيڅ كښې حساب دى.
د يو قوم د ترقۍ موټر څلورو پايو ته ضروت لري او دا څلور پايې علم ، اقتصاد ، كلتور او سياست دى . كه له دغو پايو څخه يوه پايه نه وي ، كمزورې يا خرابه وي نو بيا د ترقۍ موټر حركت كولاى نه شي .
لومړى بايد د پښتنو علمي ترقۍ ته توجه وشي ، بيا ورپسې يې اقتصاد ته توجه وشي ورپسې يې ژبه او كلتور وده وكړي له هغه نه پس به دوي د سياسي ترقۍ لوړ مقام تر رسيږي .
يو ماشوم له هرڅه نه اول خبرې اوري ، بيا وروورو چې لوئيږي نو هغه څه چې اوري هغه په ژبه راولي يعنې خبرې يادوي ، كله چې ښونځي ته لاړ شي نو هلته هغه څه چې وايي هغه د كتاب له مخې لولي او په آخره مرحله كښې كله چې لوستل يې ياد شو نو بيا هغه څه چې يې لوستي دي هغه د كاغذ پر مخ ليكي
دا د ژبې د يادولو څلور مهارتونه دي ، دا مهارتونه ځانته تسلسل لري ، اول اوريدل دي ، بيا ورپسې خبرې كول دي ، بيا وار د لوستلو راځي او وروستى مهارت د ليكلو دى. .
ددې د پاره چې يو څوك ليكل ياد كړي نو بايد چې درې نورې مرحلې چې د اوريدلو مرحله ، د خبرو كولو مرحله او د لوستلو مرحله ده تيرې كړي او بيا څلورمې مرحلې ته ورداخل شي.
په همدې ډول د يو قام ترقي او پرمختك هم تسلسل لري . اول علم او پوهه ده ، بيا اقتصاد دى ورپسې فرهنګ دى او آخري سياست دى. كه دا تسلسل ګډوډ شي نو بيا د قام د پرمختك او ترقۍ په لار كښې بنديزونه او خنډونه پيدا كيږي.
هيله ده پښتانه به د خپل قام د ترقۍ د پاره پورتنى تسلسل په نظر كښې ونيسي.
په پښتونخوا كښې بايد تعليم په پښتو شي ، دفتري ژبه پښتو شي ، د اقتصاد دښه كيدو دپار ه بايد توجه وشي ، كومې طبيعي منابع چې د پښتونخوا په لويه سيمه كښې موجودې دي ، له هغو منابعو نه بايد پخپله د پښتونخوا خلك استفاده وكړي . د اقتصاد د ودې د پاره بايد ستراتيژي جوړه شي او د دغې ستراتيژۍ په رڼا كښې د اقتصاد د پياوړي كيدو د پاره قدمونه واخستل شي .
پښتانه بايد د خپل بډاى فرهنګ د راژوندي كولو د پاره هلې ځلې وكړي او خپل فرهنګ او ژبه دومره قوي كړي چې د پرديو د فرهنګ او ژبو له تأثير څخه خلاص شي . له بده مرغه په پښتونخوا كې لا تر اوسه اكثر پښتانه شمير په پښتو كښې نه شي كولاى د يو ، دوه درې په ځاى ايك دو تين وايي.
يو هيواد چې نظامي قوت ولري نو هغه تل كمزوري هيوادونه تر ګواښ لاندې نيسي او په هغو هيوادو نظامي تيرى كوي په ضعيف افغانستان باندې دوخت ستر طاقت پخواني شوري اتحاد نظامي يرغل يو ښه مثال دى
اوس كه د يو قوم فرهنګ او ژبه كمزورى وي نو پردى فرهنګ او ژبه ورباندې په آسانه يرغل كولاى شي او دا قوم بيا د خپل فرهنګ او ژبې د كمزورتيا په وجه نه شي كولاى چې د خپل فرهنګ او ژبې څخه دفاع وكړي. كه پښتانه غواړي چې د پرديو د فرهنګ له يرغل نه خپل فرهنګ وساتي نو ښايي چې خپل فرهنګ په هر لحاظ قوي او بډاى كړي.
رحيم شاه يو پښتون فنكار او سندرغاړی دى ، پښتانه ده ته هغومره ارزښت او درنښت نه وركوي څومره چې يې ورته پنجابيان وركوي ، همدا وجه ده دى زياتره اردو او پنجابي سندرې وايي . دى د پنجابيانو له خوا تشويق كيږي خو پښتانه دا كار نه كوي . زياتره پښتانه سندرغاړي ته ډم وايي .
احمد ظاهر پښتون ؤ خو هغه 95% سندرې په فارسي ژبه ويلي دي . احمد ظاهر لوى نوم لري او خلك يې ديو ستر فنكار په حيث احترام كوي ، كه هغه 95% پښتو سندرې ويلې وې نو نن به يې شهرت او مقام دومره لوړ نه وې څومره چې اوس دى . احمد ظاهر ته فارسي ژبو دا شهرت او مقام د تشويق له لارې وركړی دى ، احمد ظاهر په ايران او تاجكستان كښې هم شهرت لري . پښتانه دا كار نه كوي. مونږ استاد اولمير درلود ، هغه ډير ستر سندرغاړى ؤ خو هغه فارسي سندرې نه دي ويلي . هغه شهرت چې احمد ظاهر حاصل كړی دى هغه اولمير نه دى حاصل كړی .ډير پښتانه دي چې د احمد ظاهر سندرې اوري خو شايد د كوتو په شمار فارسي ژبې وي چې د اولمير سندرو ته غوږ ونيسي.
اقبال د پاكستان ملي شاعر ګڼل شوی دى ، كله چې د كوم باندني هيواد جمهور رئيس لاهور ته سفر وكړي نو د اقبال په مزار حتما حاضري وركوي ، دا ستر افتخار دى چې د خارجي هيواد يو جمهور رئيس د يو هيواد د شاعر په مزار د كلونو كيډۍ ايږدي . خوشحال خان خټګ هم ستر شاعر ؤ او له اقبال نه كم نه ؤ خو د هيڅ كوم خارجي هيواد جمهور رئيس د خوشحال خان خټك په مزار كښې چې په اكوړه خټك كښې موقعيت لري حاضري نه ده وركړې . ارواښاد سيد رسول رسا په ارمغان خوشحال كښې كوشش وكړ دا ثابته كړي چې خوشحال د پاكستان شاعر دى . دده دا كوشش يو بې ځايه كوشش ؤ ، خوشحال د پاكستان شاعر نه بلكې هغه يو افغان شاعر او د پښتنو شاعر دى .
خوشحال خټك پخپله وايي :
د افغان په ننګ مې و تړله توره
ننګيالى د زمانې خوشحال خټك يم
كه پاكستان واقعا خوشحال خټك د پاكستان شاعر ګڼلې نو څنګه چې اقبال ته د پاكستان شاعر وايي همداسې به يې خوشحال ته هم د پاكستان شاعر ويلې وې او كله چې د خارجي هيواد كوم مشر پيښور ته سفر كولى نو هغه به يې خامخا د خوشحال مزار ته بوتللى چې په مزار يې د احترام په رسم د ګلونو ګيډۍ كيښودى. افسوس دادى چې خداى بخښلى سيد رسول رسا د يو پښتون سياست پوه او فرهنګي شخصيت په حيث ، ددې په ځاى چې خوشحال خان افغان شاعر وګڼي هغه په پاكستان پورې مربوط ګڼي.
دا د پښتنو وظيفه ده چې د خپلو شاعرانو ، اديبانو ، پوهانو او ملي شخصيتونو قدر وكړي او هغه د ځان وګڼي.
پښتانه بايد خپل فرهنګ ، خپلې موسيقۍ ، خپل ثقافت ، خپل فرهنګ ، خپل رسم او رواج ، خپل عادات او تقاليد هير نه كړي بلكې هغه د خپل ژوند او افتخاراتو جزء وګڼي. په ټوله پښتونخوا كښې په دولتي او غير دولتي ودانيو ، دكانونو او مغازو ، ښونځيو او تعليمي موسسو لوحې په اردو ژبه ليكل شوي دي ، دا لوحې بايد پښتو شي ، كه پښتو نه شي نو بيا د پښتونخوا نوم څه معنى نه وركوي . عملي كار په كار دى .
پښتانه د بې علمۍ په توره زخمي زخمي دي ، ددې زخمونو علاج ډير ګران دى ، د پښتنو بد خواهان ددې پر ځاى چې په دې زخمونو مرحم ولكوي برعكس ورباندې مالكه دوړوي . له ملنګ جان سره همدغه درد ؤ نو ځكه يې داسې ويلي دي :
د بې علمې زخمونه ډير دي زما
زه به د كوم زخم علاج كومه
ذرې ذرې زړه په شمشير دى زما
چې د پردو خلكو احتياج كومه
كسب و كمال په كور كښې هير دى زما
زه به تر څو د سوال رواج كومه
راځئ چې ورشو په دوكان دعلم
كه دا مشكل زمونږ آسان شي
د علم د ارزښت په باره كښې وايي :
په خپل علم دنيا وخته آسمان ته
كال په كال يې د هنر شغل زياتيږي
توجه وكړئ مكتب علم و عرفان ته
آينده نسل ته دغه پكاريږي
بيا د علم ارمان كوي وايي :
الهي راولې سيلاب د علم
چه د وحشت په جل هلاك شومه زه
هيڅ كمبود نه لري درياب د علم
كه په ورتلو ورته چالاك شومه زه
خدايه پښتون كړې كامياب د علم
په دې ارمان ارمان چه خاك شومه زه
زړه زخمي غواړي ارمان د علم
كه پاك الله مې مهربان شي
دعا كوو چې خداى پاك په پښتنو نور هم مهربان شي چې د هغه په فضل او بركت ددوي اولادونه د عصري علم په ګاڼه سينګار شي ، په دوي كې عالمان ډير شي ،ددوي كمزورى اقتصاد پياوړى شي ، ددوي فرهنګ او ژبه وده او پرمختك وكړي او په دې ډول يې د سياست په ميدان كښې برياليتوبونه په نصيب شي.
آمين