نثارميمڼ:مشرف د اساسي قانون مطابق ولسمشردی

د لراوبر اداره | فبروري 1st, 2008


د اطلاعاتواو نشرياتو نګران و فاقي وزير نثار ميمن وئيلي دي چى  دپوځ د پخوانيو مشرانو لخوا دولس مشر مشرف  څخه  د استعفا غوښتنه  غير جمهوري  او غير ضروري  ده د دغو پخوانيو جنرالانو  هيڅ حيثت نشته اونه دوى د پاكستان دپوځ استازي  دي نثار ميمن د اسلام اّباد څخه  په يوه خپره شوي مطبوعاتي بيان كښې  زياته كړيده  چې  د هېواد سياسي  چاري  په سم لوري روانې دي څه خلك غواړي چې  د جمهوريت  ګاډى  له كرښې  وغورځوي پخواني پوځي  جنرالان  د دښمنانو په لاسونو كښې  لوبې  كوي او غواړي چې  په هېواد كښې  اخوډب رامنځته كړي  مشرف  د اساسي قانون  تر مخه  ولس مشردى.

»

Copyright Larawbar 2007-2024