د کرکيټ ملي لوبډله دلاسا کړئ!
د مې لومړۍ نېټه مي په ژوند کي اول وار وو، چي په خپله خوښه له ټلوېزون څخه د خپرېدونکي کرکيټ لوبي نندارې ته کښېنستم. د ملي سرود د ږغېدلو پر مهال چي د کپتان نوروز منګل اوښکي اوس هم را په ياد سي، زړه مي راوخوټېږي. شايد د ښاغلي منګل په څېر به په زرونو افغانانو د دې شېبې په ليدلو د خوشحالۍ اوښکي تويي کړي وي.
هغه افغانان ملامت نه دي، چي د افغانستان بازي يې هرو مرو له هندوستان څخه ګټلې غوښته. دوى په داسي حال کي چي د هندۍ لوبډلي له تجربې، قوت او امکاناتو څخه نا خبره ول، د هيواد له ملي لوبډلي او وطن سره د ميني له مخي يې د لوبي تر پايه په زړونو کي د افغان لوبغاړو په مټونو کي د يوه پټ قوت د پيدا کېدو خيالونه او هندوستان ته د ماتي ورکولو سوچونه وهل.
دا چي د افغانستان لوبډله تر اوسه پر ټلوېزون نه وه راښکاره سوې، هغه کسان هم پړه نه بولم، چي د افغانستان او هندوستان د لوبي يادونه به ورته وسوه، په يو ډول ريشخند به يې وويل: ((له هندوستان څخه د افغانستان ګټل؟ نه بابا، هيڅ امکان نه لري)).
خو د دوى په باب ويلاى سو، چي يا يې پردي ډول ته نڅا خوښېږي او يا د مايوسۍ او کمترۍ احساس دې ته نه پرېښودل، چي يوه شېبه د افغانستان د برياليتوب فکر وکړي.
دوى ګومان کاوه چي هنديان به افغان لوبغاړي د لسو يا پنځلسو دقيقو په ترڅ کي په تراټ له ميدانه وباسي، خو افغان لوبغاړو په زبات ورسوله، چي دې مقام ته په بخت يا دخومار په شېرخط نه، بلکي په خپل استعداد، همت، خواريو او د خولو په تويولو رارسېدلي دي.
که د افغانستان ملي لوبډله د هندوستان له هغې سره د مالي امکاناتو، تخنيکي اسانتياوو، تجربې او په ملي کچه د ملاتړ له مخي سره پرتله کړو، نوخامخا به دې پايلې ته ورسېږو چي د افغانستان لوبډلي ته که لږ اسانتياوي برابري سي انشاءالله ډېره ښه راتلونكې لري.
مالي امکانات:
زه او حکمت سروش لراوبر ويبپاڼي ته د مالوماتو په چمتو کولو بوخت وو، چي د سټاركركيټ ټلوېزون يوه وياند د افغان او هندي کپتانانو د کلني عايد په باب وويل: ((د افغان کپتان نوروز منګل مياشتنۍ تنخا ٣٠٠ ډالره (د کاله ٤٢٠٠ ډالره) ده، خو د هندي کپتان مهيندرا سينګ ډوني کلنى عايد درې سوه کروړه کلداري (شپېته لکه ډالره) دئ)).
له مالي اړخه به يوازي د دوو کپتانانو د ٢٠٠٩ کال د عايداتو پر مقايسه کولو اکتفاء وکړم، ځکه د افغانستان د لوبډلي غربت او پر نست حساب مالي امکانات د ٢٠٠٨ کال د جون مياشتي له هغو لوبو څخه ښه اټکلولاى سو، چي د انګلستان په جرسي ټاپو کي يې په وږي نس اتلولي وګټله.
همدا څو ورځي دمخه په هند كي (IPL) ټورنمنټ د څه كم دوو مياشتو په جريان كي پاى ته ورسېدئ، پر دې پروسه باندي ٤، ١٣ ميليارډ ډالره مصرف راغئ، چي په منځني ډول يې د هر لوبغاړي تنخا ٥، ٢ ميليونه يورو وه، په راتلونكې كال کي به د پيسو دا كچه نوره هم لوړېږي.
يوازې په هند كې ۲۰۰ ميليونه خلكو دا ټورنمنټ پر ټلوېزون په ژوندۍ بڼه كتئ.
تجربې:
هندوستان په ١٧٩٢ کال په لومړي ځل د کرکيټ د لوبډلي خاوند سو، چي په کلکته کي د يوه انګرېز بېړۍ وان له خوا تاسيس سوه، خو د ١٩٣٢ کال د جون پر ٢٥ – مه يې لومړنۍ ټيسټ لوبه وکړه.
هندوستان د کرکيټ د نړۍ والي شورا (آى، سي، سي) دايمي غړى دئ، چي د کرکيټ د هر راز مسابقو (يو ورځنيو او ټيسټ مېچونو) د ترسره کولو حق لري، دې هيواد تر اوسه ٤٣٧ ټيسټ لوبي ترسره کړي، چي ١٠٤ يې ګټلي، ١٣٧ يې بايللي او ١٩٥ يې مساوي کړي دي.
هند په نړۍ والو يوه ورځنيو لوبو کي تر ټيسټ لوبو ښه نوم لري، چي د تر سره کړو بازيو پنځوس فيصده يې ګټلي دي.
هندوستان په ١٩٨٣ کال د کرکيټ د يوه ورځنيو لوبو قهرمان دئ او همدا راز يې په ٢٠٠٧ کال د شل آوريزه نړۍ والو سياليو د لومړني کپ اتلولي خپله کړه.
افغانستان په ١٩٩٥ کال د کرکيټ د فدراسيون خاوند سو، په ٢٠٠١ کال يې ملي لوبډله تشکيل کړه او په همدې کال يې د کرکيټ د نړۍ والي شورا او په ٢٠٠٣ کال يې د آسيا د شورا غړيتوب ترلاسه کړى دئ.
په ٢٠٠٩ کال د يوه ورځنۍ ورلډکپ له امتياز څخه په وروستي پړاو (اول ډيويژن) کي پاته سو، په داسي حال کي چي د ٢٠٠٨ کال د مې په مياشت کي يې له پنځم ډيويژن څخه راشروع کړي وې. له بده مرغه افغانستان د ٢٠١١ کال نړۍ والو سياليو ته لاره پيدا نکړه، خو تر ٢٠١٣ کال پوري يې د او، ډي، آى (نړيوالي يوې ورځنۍ لوبي) امتياز ترلاسه کړ. او په ٢٠١٠ کال د فبروري پر ١٣ – مه يې شل آوريزه نړۍ والو سياليو ته لاره پيدا کړه.
افغانستان تر څلور څلور ورځنۍ يا ټيسټ لوبي کړي، چي دوې يې ګټلي، يوه يې مساوي کړې او يوه يې بايللې ده.
تخنيکي امکانات:
د هندوستان په ٢٨ ايالتونو کي د کرکيټ دپاره پر نړۍ وال سټنډر برابر ٦١ سټډيومونه يا لوبغالي موجود دي، چي هر يو يې نړۍ والو مسابقو ته اماده دئ، د کابل د غازي لوبغالي په څېر ميدانونه خو يې تر حساب تېر دي، خو د افغانستان لوبډله تر اوسه د خپل ورځني تمرين دپاره ځانګړى ميدان نه لري او همدا علت دئ، چي زموږ زياتره لوبغاړي اوس هم د تمرين دپاره پېښور يا لاهور ته ځي.
ملي ملاتړ:
دلته په هندوستان کي له رئيس جمهور او صدراعظم څخه نيولې د هر مذهب او طبقې خلګ (هندوان، مسلمانان، سيکان، عيسويان او بوديستان) ټول که لوى دئ که کوچنى، که نر دئ که ښځه، که ملا دئ که اُمي، که بېسواده دئ که با سواده، که آمر دئ که مامور او بالاخره که خان دئ که غريب ټول په کرکيټ پوهېږي او د خپلي ملي لوبډلي ملاتړ کوي.
برعکس د افغانانو د سر سړي تر اوسه د کرکيټ لوبه د پاکستان په لکۍ پوري غوټه کوي، حتى تر پروسږکاله د افغانستان ولسمشر هم په دې فکر وو.
يوه ملګري مي چي په جمهوري رياست کي کار کوي کيسه کوله، چي د کندهار څو مشرانو له کرزي صاحب څخه د کرکيټ له لوبغاړو سره د مرستي غوښتنه وکړه.
کرزي په تعجب ورته ويل: (( ښه! په کندهار کي هم کرکيټ کېږي؟))
په هغوى خوارانو چي يې بيا تائېد کړه. ده ورغبرګه کړه: ((ملا دې شنه سي، کندهاريان څنګه دا د پاکستانيانو لوبه کوي)).
که څه هم نوروز منګل وايي په وروستۍ ناسته کي چي له ولسمشر کرزي سره يې درلوده، ولسمشر ورته ويلي وو چي ولاړ سئ! نړۍ وال کپ راوګټئ!. خو د کرکيټ له لوبي سره د ولسمشر کرزي علاقمندي له دې څخه ښه معلومېږي، چي ښاغلي عزيزالله واصفي ته د ننګرهار په زړه کي په لسهاوو جريبه دولتي مځکه (ملي شتمني) په يوه فرمان ورکوي، خو د کرکيټ ملي لوبډلي ته يې په دا درې کال د تمرين يو معمولي ميدان هم جوړ نکئ.
نتيجه:
د افغانستان او هندوستان له پرونۍ لوبي معلومه سوه، چي د افغانستان لوبډله د هندوستان، پاکستان، جنوبي افريقا، اسټراليا او نورو په ګډون د نړۍ د لسو پياوړو لوبډلو سره د لوبي کولو جوګه ده، خو يوازنى توپير يې په دې ډګر کي د تجربې نستوالى دئ. کنې د لوبي په مهارتونو کي زموږ نوروز منګل تر مهيندرا سنګ ډوني، حميد حسن تر پروين کومار، شاهپور ځدراڼ تر ظهير خان، اصغر ستانکزى تر يووراج سينګ، نورعلي ځدراڼ تر يوسف پټان، رئيس احمدزى، نبي عيسى خېل، دولت احمدزى او نور لوبغاړي په هيڅ ډول تر هندي سيالانو کم نه وو.
دا چي له هندوستان سره مسابقه په نړۍ واله کچه د افغانستان لومړنۍ لوبه وه، د افغان لوبغاړو زړه ورتيا، د دوى تخنيکونه، احتياط او زغم د کرکيټ د تجربه کاره مبصرينو له خوا هر ګړى په مطبوعاتو کي ستايل کېدئ.
دمخه د افغانستان د لوبډلي په هکله ويل کېده، چي په بالينګ کي تر بېټينګ تکړه دي، خو فيلډينګ يې کمزورى دئ، خو له هندوستان سره لوبي وښوده چي فيلډينګ يې تر بالينګ او بيټينګ ډېر ښه وو.
موږ بايد خپل لوبغاړي د ګټلو پر مهال تشويق او د بايللو پر مهال دلاسا کړو او که د ولسمشر کرزي په څېر د نړۍ وال کپ د ګټلو بې وخته غوښتني ځني کوو، ګومان کوم په لوى لاس خپل لوبغاړي تر اروايي فشار لاندي راولو.
هسي خو د لوبي پر مهال ګټل او بايلل سره تړلي دي، د هيڅ لوبغاړي زړه نه غواړي چي بازي وبايلي، په نړۍ کي هم داسي لوبډله نسته چي يا يې همېشه لوبي ګټلي او يا يې تل بايللي وي.
پرېږدئ چي زموږ لوبډلي پنځوس کلن واټن د شګو او خاورو په ميدانونو کي په وږو ګېډو او تشو جېبونو د درو کالو په جريان کي وواهه، انشاءالله هغه ورځ به هم ووينو، چي له نړۍ والي اتلولۍ سره هيواد ته را ستانه سي.