ورځپاڼو ته کتنه

34 | مې 24th, 2010


اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې د حكومت او ولسي جرګې ترمنځ د كابينې د پاتې غړو د پيژندنې په سر په روانې لانجې بحث كړې او پدې ترڅ كې د ولسي جرګې نوې دريځ دا راخستې، چې كه ددوى غوښتنې و نه منل شي نو د سولي ملي مشورتي جرګه به تحريم كړي.

په ورځپاڼه كې د افغان دولت د مخالفينو ترمنځ د مالديف په وروستۍ ناسته هم تبصره شوې او دهغې پايلې څيړل شوي دي.

ورځپاڼې په افغانستان كې د بريتانوي ځواكونو د روان ماموريت په اړه ددغه هيواد د يو جګپوړي پوځي چارواكي په حواله ليكلي، چې مفلسه بريتانيا نور نو په افغانستان كې كوم رول نشي لوبولې.

ورځپانې په دوام كې ددې چارواكي په حواله، چې نوم يى ندې ښودل شوې ليكلي، چې بريتانوي سرتيري تر وحشتناكه حده پورې ستړي دي او د كوم موجه دليل پرته وژل كيږي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د ښوونكې د ورځې په پلمنه په افغانستان كې د ښوونې او روزنې په روان حالت بحث كړې او په هيواد كې د پوهنې د دفاع لپاره په پراخ ولسي خوځښت يى ټينګار كړې دې.

ورځپاڼې د همدې موضوع په اړه په يو جلا مطلب كې ليكلي، چې د ښوونځي او ښوونكي پر ضد جنګ لا هم روان دې.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د ولسمشر كرزي په مشرۍ جوړې شوې امنيتي غونډې ته ځانګړې كړې، چې پكې د ورځپاڼې په وينا د افغان او بهرنيو ځواكونو ترمنځ روانه همغږي د پخوا په پرتله ښه بلل شوې.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو تفصيلي مطلب كې افغانستان ته د بريتانيى د نوې كابينې د دريو غړو سفر څيړلې او ليكلي، چې په حكومت كې ددغه بدلون سره سره د افغانستان په اړه د بريتانيى په ستراتيژۍ كې كوم بدلون نه راځي.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د ناټو د ځواكونو په خلاف د وسلوالو طالبانو په فعاليتونو هم بحث شوې او ليكل شوي، چې هر طالب ته د ناټو د يو سرتيري د وژلو په بدل كې دوه لكه پاكستانۍ كلدارې وركولې كيږي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك په افغانستان كې د ښوونكې ورځې ته ځانګړې او ليكلي، چې د پوهنې وزارت ددې وياړلې ورځې په درناوي ښوونكو ته د ځمكو د ويش خبر وركړې.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د ولسي جرګې په روان اعتصاب تبصره كړې او پدې ترڅ كې د سولې د ملي مشورتي جرګې د تحريم په اړه د وكيلانو ګواښ ته په اشارې ليكلي، چې ضرور د كاسې لاندې نيم كاسه ده، كه نه نو د ورځپاڼې په وينا كابينه چيرته او د سولې جرګه چيرته.

په ورځپاڼه كې دا خبر هم وركړل شوې، چې په ولسي جرګه كې د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ په وروستۍ شخړې د اعتراض كوونكو وكيلانو ترمنځ اختلافات پيدا شوي او محقق ته دده د ملګرو لخوا ويل شوي، چې دې يو جنګسالار دې او د هزاره وكيلانو استازيتوب نشي كولې.

دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې افغانستان ته د بريتانيى د نوي حكومت د جكپوړو چارواكو په وروستي سفر بحث كړې او د هغوى په حواله يى ليكلي، چې افغان حكومت او حكومتداري بايد پياوړې شي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د سولې په روانو هڅو بحث كړې او ليكلي، چې پخلاينه د ټولو اړتيا ده او د هغې لپاره بايد په ګډه كار وشي.

خو اصلاح بيا په افغانستان كې د پوهنې روانې وضعې ته په اشارې ليكلي، چې اوس مهال پدې برخه كې زياتې ستونزې موجودې دي او پكار ده، چې هغه په ګډه هوارې شي.

باختر:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليك په غزني كې د ښوونكو او زده كوونكو وروستۍ بې رحمانه وژنې ته ځانګړې كړې او پدې ترڅ كې په دولت انتقاد كړې، چې د طالبانو د جنايتونو ددې لړۍ يوازې ننداره كوي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا د طالبانو ددې اعمالو په وړاندې د خلكو ترمنځ په مخ په زياتيدونكي نفرت بحث كړې او ليكلي، چې د غزني او لوګر ولايت خلكو خبردارې وركړې، چې ددا ډول اعمالو د دوام په صورت كې به پاڅون وكړي.

دې ورځپاڼې هم په ولسي جرګه كې روان اعتصاب ته كتنه كړې، چې د ورځپاڼې په وينا د دولتي قوو ترمنځ د تقابل او د افغاني ديموكراسۍ يوه بيلګه ده.

Copyright Larawbar 2007-2024