كبير خان: د كركيټ نړيوالې لوبډلې دې زموږ سره مرسته وكړي
عظیم ممتاز
د افغانستان د كركيټ ملي لوبډلې روزونكي كبير خان له هغه هېوادونو چې نړيوالې لوبډلې لري، غوښتي چې له دوى سره په دې برخه كې مرسته وكړي.
كبير خان رسنيو ته ويلي چې موږ هيله لرو نړيوال زموږ سره د مسلكي كركيټ په زده كولو كې مرسته وكړي.
ده وويل زما لوبغاړي له جنوبي افريقې سره ډېره ښه ولوبېدل، او دې پياوړې هيواد افغانستان ته كم هدف وټاكه.
كبير خان زياته كړه چې د كركيټ لوى هېوادونه بايد له افغانستان سره يوه ورځنۍ او شل اويزه نړيوالې لوبې وكړي تر څو زموږ لوبغاړي نور هم پياوړي شي.
نوموړي دا هم وويل چې زموږ لوبغاړي ډېر ژر يو څه زده كوي، كه چيرې په راتلونكې كي له هند او جنوبي افريقا سره د لوبې زمينه ورته برابره شي تر دې به ډېره ښه لوبه وكړي.
ده د كركيټ له لويو هېوادونو وغوښتل چې زموږ لوبغاړي په خپل داخلي كركيټ واخلي، ځكه زموږ لوبغاړي ډېر زيات استعداد او وړتيا لري خو دوى ته مځكه نه هواره.
د پرونۍ شپې تر لوبې وروسته ډېرى كركيټ شنونكو او څارونكو د افغانستان د كركيټ د ملي لوبډلې په اړه ليكنې كړي او هغه يې ستايلې ده، دوى ويلي افغانانو لوبې وبايللې خو د خلكو زړونه يې وګټل.
لر او بر به هڅه وكړي چې په دې اړه د نړيوالو شنونكو ځينې ليكنې وژباړي او خپرې كړي