غزل
وطن چې جوړ كړي خدايه داسې معماران راولـــــې
زموږزخمي زخمي مسكن لره درمان راولــــــــــــــــې
چې دعزت ټكرى په سركړي ورته پورته يې كــــــړي
دې ښكلې ناوې ته موداسې ريباران راولـــــــــــــــــې
چې په راتلويې غرونه دشتې اورغونه شنــه شــــــــي
دې خړې خاورې ته شېبه شېـــبه باران راولـــــــــــــــې
په هريوباغ كې چې نارې كړي موږ خوندونه واخـلو
دنګونښتروته موسره اوشنه طوطيــــان راولـــــــــــې
په نيمه توره چې دښمن ته ككـــــــرۍ ماته كـــــــــړي
دغه شان ښكلي شازلمي ښكلي ځوانان راولــــــــې
چې انتظاركې يې كلونه شپــــــــې رڼې تېــــــــــــروي
دې معشوقوته يې دزړه توكړه جانـــان راولـــــــــــــې
داد((ځلا))دزړه خبرې په كاغزكښــــــل شــــــــــــــــوي
اوس ورته ربه ددې ژبې ترجمــــــــان راولــــــــــــــــــې