ورځپاڼو ته کتنه

34 | جون 7th, 2010


په كابل كې د خپريدونكو ورځپاڼو د نن ورځې غټ سرليكونه تر ډيره د كورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د رئيس استعفاو ته ځانګړې شوي او دا مسئله يى له بيلابيلو اړخونو څيړلې ده.

سرنوشت:
دې خپلواكې ورځپاڼې كه څه هم د كورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د رئيس استعفاوې د ستونزې حل ندې بللې، خو دا سپارښتنه يى كړې، چې اوس پكارده، ددوى پر ځاى وړ او اهل كسان وګمارلې شي، څو پدې ادارو كې بنسټيز بدلونونه راولي.
ورځپاڼې ليكلي، چې ددغو چارواكو په نسبت لويه ستونزه په خپله په دغو ادارو كې ده، چې له منځه وړل يى ډير وخت او له دوى څخه د ولسمشر پياوړي ملاتړ ته اړتيا درلودله.
خو ورځپاڼې د ښاغلي اتمر او د ښاغلي صالح استعاوې د هغو چارواكو لپاره هم يو ستر پيغام بللې، چې پخپلو كارونو كې له پاتې راتلو سره سره لا هم پخپلو څوكيو نښتي دي او كله يى هم د استعفا وركولو په اړه فكر ندې كړې.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د مسيحت د تبليغ لپاره د ځينو كړيو هڅو ته كتنه كړې او هغه يى تر ټولو ستره فتنه بللې، چې اوس مهال افغانان ګواښوي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د كورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د رئيس پريكړې ته په اشارې ليكلي، چې دا لومړې ځل دې، چې د هيواد چارواكي خپل پاتې راتلل مني او له خپلو دندو استعفا وركوي.
ورځپاڼې وړاندې ليكلي، چې په دندو كې د پاتې راتلو په پايله كې استعفا وركول هم اخلاقي زړه وړتيا ده هم ولسواكۍ ته ژمنتيا.
په ورځپاڼه كې د سولې د ملي مشورتي جرګې د سپارښتنو په اړه د ناټو څرګندونې هم راخستل شوي او ليكل شوي، چې ناټو د جرګې د پريكړو ملاتړ كوي او د هغې په عملي كولو كې همكاري ته چمتو دې.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د سولي په ملي مشورتي جرګې د شويو حملو په تړاو د كورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د رئيس د استعفا په اړه پخپله تبصره كې ليكلي، چې په افغانستان كې واكمن حالات دومره پيچلي دي، چې د دا ډول حملو په اړه هيڅ ډول وړاندوينه نشي كيدلاى.
ورځپاڼې ليكلي، چې په دغو پوسټونو باندې د نويو كسانو ټاكل هم شايد په راتلونكې كې د دا ډول پيښو مخه و نه نيولې شي، خو پدې برخه كې د ولسمشر كرزي پريكنډه چلند او ددغو امنيتي چارواكو د نا توانيو اعتراف او استعفا د نورو لپاره يو ښه پند دې.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د سولې په ملي مشورتي جرګې باندې له شوې حملې سره په تړاو كې د يو شمير مشكوكو كسانو د نيولو خبر هم وركړې دې.
ورځپاڼې په افغانستان كې د روان بحران د حل لپاره روانو هڅو ته هم كتنه كړې او ليكلي، چې دا بحران يوازې د افغانانو په لاس حل كيداى شي.

خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د امنيت په ټنيګښت كې د پاتې راتلو په اړه د كورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د رئيس اعتراف او استعفا يو داسې جرئت بللې، چې د ورځپاڼې په وينا د راتلونكې لار ټاكي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د امنيت ټينګښت يوه مهمه مسئله بللې، چې په تيرو اتو كلونو كې حكومتي چارواكي پكې پاتې راغلي.
ورځپاڼې په دوام كې د ځينو ملي مراسمو لپاره د امنيتي چارواكو تدابير هم تر پوښتنې لاندې راوستلي او ليكلي، چې ددوى له سختو تدابيرو سره سره وسلوالو مخالفينو په دغو مراسمو حمله كړې او د سر او مال زيانونه يى اړولي، د ورځپاڼې اشاره تر ډيره د ثور د اتمې د جشن په مراسمو او د سولې په جرګې باندې شويو حملو ته ده.
ورځپاڼه ليكي، كه په راتلونكې كې هم د ټاكلو معيارونو له مخې دغه دود ته دوام وركولې كيږي، نو له يوې خوا به د دولت چارې ښې شي او له بلې خوا به د دولت باور پياوړې شي.

اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د طالب بنديانو د دوسيو د څيړلو لپاره د ولسمشر كرزي په حكم بحث كړې او پدې برخه كې شتو ځينو ستونزو ته په اشارې پوښتنه كړې، چې ايا كرزې په رښتيا هم د طالب بنديانو د خوشې كولو هڅې پيل كړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا دا خبر وركړې، چې د څرخي پله د زندان يو شمير بنديان د خپل بند د مدت له پوره كيدو سره سره لا هم په دغه زندان كې پراته دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ناټو ځواكونو فعاليتونو ته كتنه كړې او ددوى چال چلند ته په اشارې ليكلي، چې ناټو په افغانستان كې د پخواني شوروي اتحاد ګامونه تجربه كوي.

Copyright Larawbar 2007-2024