طالبانو د ناټو ۷ نور پوځیان هم ووژل
د امریکا « سی . ان . ان » په خپل تازه خبر کی لیکی چی طالبانو [ د خپلو الفتح عملیاتو په جریان کی ] نن اووه نور بهرني پوځیان هم له منځه یووړل چی درې یې همدا نن مخکی وژلي وو چی ټوله ۱۰ پوځیان سول . خبر وایی چی په دغو لسو کی اووه یې امریکایان دي او دا د ناټو خصوصأ امریکا لپاه لویه ضربه ده چی په یوه ورځ کی یې لس پوځیان د خاورو مېلمانه کیږی .
خبر زیاتوی چی پنځه په جنوب کی او پنځه هم په ختیځ کی ووژل سول . د امریکا سفارت ویلی چی یو ملکی امریکایی هم د کندهار د پولیسو پر تربیوی مرکز باندی د حملې په نتیجه کی وژل سوی دی خو دا یې نه دي ویلی چی هغه استخباراتی ایجنټ و که روزونکی و .
په دې سره طالبانو د جون په لومړې هفته کی ۲۱ بهرنی پوځیان د مرګ کندی ته واچول .
نوى غزل »