ننګرهار:بيلابيلي وسلې نيول شوي

65 | جون 15th, 2010


د دوه سوه يوسيلاب قول اردو د دوهمې پياده ليوا مؤظفينو دبيلابيلوعملياتوپه ترڅ کې ډول،ډول وسلي نيولي دي .
د دوهمې پياده ليوا قومندان بريد جنرال محمدافضل وويل چې مؤظفينويې دکونړولايت دپيچ په درې په کمپونوکې دپلټنو پرمهال اته ميله راکټ انداز،يوميل داشکه،يوميل ګرونوف پيکه نيولې ده .
نوموړې زياته کړه نيول شوې وسلې يې دکشفي اطلاعاتوپه ترڅ کې نيولي دي .
دده په ويناديادې پياده ليوا دمؤظفينو له لورې دننګرهارولايت په جلال ابادښارکې هم دوه ميله کلاشينکوف نيول شوي دي .
جنرال محمد افضل وايي دغه وسلې په داسې حال کې نيول کيږي چې څو ورځې وړاندې دمؤظفينو له لورې په جلال ابادښارکې يوتن عبدالغفارله چاوديدونکوتوکوسره هغه مهال ونيول شوه چې غوښتل يې دجلال ابادښارپه داخل کې ترورستي بريد ترسره کړي .
ديادونې وړده چې څو ورځې وړاندې لس تنه مشکوک پاکستاني اتباع هم ديادې ليوا له لورې نيول شوي وه چې په وينايې دلازياتو پلټنوپه موخه يې دملي امنيت رياست ته سپارلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024