د كندهار ښار په زړه كښي يو بل منصبدار ووژل سو

د لراوبر اداره | جون 15th, 2010


د كندهار امنيه قوماندان سردار محمد ځاځى وايي چي د دوى يو منصبدار د نامعلومو وسلوالو كسانو له لوري وژل سوئ نوموړي منصبدار د څلورمي حوزې په يوه بازار كښي چي لنډى بازار نوميږي د نامعلومو وسوالو كسانو له لوري په ډزو وژل سوئ.

د يادوني وړ ده چي په دې نژدې څو ورځو كښي و دې بازار ته نژدې د چهار سو په بازار كښي يو پوليس هغه وخت د نامعلومو وسلوالو كسانو له لوري ووژل سو چي د سردار محمد ځاځي په وينا د رخصت تر پوره كېدو وروسته د خپلي وظيفې پر لور روان. او يو بل تن پوليس هغه وخت ووژل سو چي يو كس د چړې وارئ پر وكړ چي وروسته يوه نښته رامنځ ته سوه او په پايله كښي دواړه كسان ووژل سوه.

Copyright Larawbar 2007-2024