فټبال: د جون د ١٥ – مي د لوبو حال

34 | جون 15th, 2010


د جون پر ١٥ – مه هم د فټبال د نړۍ والو سياليو په ترڅ کي درې لوبي ترسره سوې، چي نيوزلنډ له سلواکيا سره يو پر يو، ايوريکوسټ او پرتګال بېله کوم ګوله سره مساوي کړې، خو برازيل بيا شمالي کوريا ته دوه د يو په مقابل کي ماته ورکړه.
ټاکل سوې ده چي نن د جون پر ١٦ – مه به د افغانستان د ماپښين پر څلور بجې هندوراس او چيلي، ماښام شپږ بجې هسپاينه او سويس او ماښام ١١ بجې جنوبي افريقا او يوراګواى هيوادونو ترمنځ لوبي ترسره سي.

Copyright Larawbar 2007-2024