چين:دسيلاونو اوځمکې ښويدنې له امله مرګ ژوبله لوړه شوي

65 | جون 21st, 2010


په چين کې دسيلاوونو اودځمکې ښويدنې دمرګ ژوبلې شميره يوسلودوه ديرش تنو ته ورسيده .
ديادشوې هيواد چارواکې وايي چې دمګړۍ هم ديادې پيښې شپږ اتياقربانيان لادرکه دي چې ددې هيواد ژغورونکې ډله يې دپيدا کولو هڅې چټکې کړي دي .
ديادونې وړده په چين کې يادسيلاوونه له تيرو دوه اونيو راهيسې دوام لري چې ددغه هيواد ترافيکي پيښو اودبريښنا په پريکېدو سربيره نږدې دوه زره تنه خپلوکورونو پريښودو ته اړشوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024