هلمند:امنيې قومندانۍ سرپرست په سزا محکوم شو

65 | جون 21st, 2010


دهلمندولايت دګرشک ولسوالۍ امنيې قومندانۍ سرپرست عبدالرزاق په سزا محکوم شو.
دنشه يې توکوپروړاندې دمبارزې عدلې اوقضايي مرکز ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې ښاعلى عبدالرزاق له خپلې دندې څخه په ناوړه ګټې اخيستنې په شپاړس کاله بند اويوميلون اوپنځه سوه زره افغانۍ نغدي جريمه شوى دى .
ويل کيږي دګرشک ولسوالۍ دامنيې قومندانۍ سرپرست نوې کيلوګرامه پوډر له کشف وروسته خپل کورته ليږدولې وه
په خبرپاڼه کې راغلي چې څلورتنه نورهم دنشه يې توکو دقاچاق په تور په اتلس کاله بند محکوم شول .

Copyright Larawbar 2007-2024