لغمان:دميو اوسبو ساتلو ودانۍ جوړه شوه

65 | جون 21st, 2010


په لغمان ولايت کې دسبو او ميو دساتلواوپروسس ودانۍ ترجوړيدو وروسته ددکرنې مالدارۍ اوبو لګولو دوزير اولغمان دوالي لخوا ګټي اخيستنې ته وسپارل شوه .
دغه ودانۍ چې په درې بلاکونوکې جوړه شوې دامريکادولايت بيارغاونې ټيم ديوميليون امريکايې ډالرو په مالې لګښت په دوه جريبه ځمکه کې جوړه شوې چې په يو وخت کې دڅلور سوه ټنو محصولاتو دساتلو ظرفيت لري .
هغه غونډه چې ديادې شوې ودانۍ دپرنستې په موخه جوړه شوې وه پکې دافغانستان دکرنې مالدارۍ وزير،دلغمان ولايت والي، دامريکا دمتحده ايالاتو دسفارت مرستيال اويوشمير نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړى وه .
دلغمان والي اقبال عزيزي ياده ودانۍ ددغه ولايت دبزګرانو لپاره ارزښت ناکه وبلله اوزياته يې کړه چې ددې ودانۍ په جوړيدوسره به ددې ولايت بزګران خپل محصولات په خپل وخت په مناسبه بيعه پلوري چې ددوى په اقتصادکې به مثبت بدلون رامنځ ته شي .
ديادونې وړده ددې ودانۍ دجوړيدو مخکې دلغمان ولايت بزګرانو خپل محصولات په دې موخه چې خراب نه شي په کمه بيغه پلورل .

Copyright Larawbar 2007-2024