فټبال: د جون د ٢٠ – مي د لوبو حال
د جون پر شلمه د فټبال د نړۍ والو سيالو په ترڅ کي د سلواکيا او پاراګواى، اېټاليا او نيوزلنډ، برازيل او عاج ساحل يا ايروکوسټ هيواد ترمنځ لوبي وسوې.
سلواکيا له پاراګواى څخه دوه د صفر په مقابل کي ماته وخوړه، نيوزلنډ او اېټاليا پر يوه يوه ګول سره مساوي کړه، خو برازيل درې د يوه په مقابل کي عاج ساحل ته ماته ورکړه.
د برازيل د اوسنۍ لوبډلي تر ټولو مشهور لوبغاړى که کا د سره کارډ له ليدلو له لوبي بې برخي سو، او نوموړى به يوه بله لوبه چي له پرتګال سره د جون پر ٢٥ – مه ترسره کېږي بې برخي وي.
ټاکل سوې ده چي نن د جون پر ٢١ – مه د افغانستان پر وخت د ماپښين څلور بجې پرتګال له شمالي کوريا سره، د ماځيګر شپږ بجې چيلي له سويس سره او د شپې پر ١١ بجې هسپانيه له هندوراس سره لوبي وکړي.