فټبال: د جون د ٢٣- مي د لوبو حال
د فوټبال د نړيوال جام د سياليو د جون ۲۳مه نيټه د انګلستان ملې لوبډلې بريا خپله كړه.
: فوټبال د نړيوال جام د سياليو د لوبو لړۍ د انګلستان ملي لوبډلي ، امريكا ملي لوبډلي ، جرمنې لوبډلې ، او اسټراليا لوبډلو له بريا سره مل وې.
د جون د مياشتې پر ۲۳مه نيټه په لومړۍ لوبه كښي د افغانستان پر وخت ۶ بجي او ۳۰ دقيقي په يوه وخت د انګلستان ملي لوبډله د سلوانيا ملې لوبډلي سره او د امريكا ملي لوبډله د الجزاير ملي لوبډلې سره د لوبي ډګر ته راووتل.
په لومړۍ لوبه كښي انګلستان سلوانيا ۱ د صفر په وړاندي مات كړ او منځلوبو ته يي خپل برۍ پريكنده كړ.
د انګلستان لوبډلي څخه لومړۍ د بريا ګول ۱۹م نمبر لوبغاړې ډيفو د لوبي د لومړۍ نيمايي په ۲۲مه دقيقه كښي تر سره كړ او دانګلستان ملي لوبډلي د ۵ نمرو په ترلاسه كولو سره د نړيوال جام د لوبو دويم پړاو ته لار پيدا كړه.
په هم مهاله وخت كښي د امريكا ملي لوبډلي د الجزاير ملي لوبډله ۱ د صفر په وړاندي له مخي ليري كړه او په c ګروپ كښي يي د پنځه نمرو په درلودلو سره منځنلوبو ته ځان كانديد كړ.
د تيري شپي په ۱۱ بجي هم څلور لوبډلي يو د بل په وړاندې سره ولوبيدي چي پدي لوبو كښي جرمنۍ د ګانا په وړاندې ولوبيده او د اسټراليا لوبډله د سربيا ملي لوبډلي په وړاندې د نيلسپورټ په ښار كښي د امبومبيلا په لوبغالي كښي يو د بل په وړاندي د لوبي كولوته چمتو سوه.
په لومړي لوبه كښي د جرمني لوبډلي د ګانا لوبډلي ته په ماتي وركولو سره د لوبو دويم پړاو ته لار پيدا كړه
په دويمه لوبه كښي اسټراليا له صربستان ملي لوبډلي سره ميدان ته راغله چي ۳۹۰۰۰ زره نندارچيانو ورڅخه له نژدي ليدنه كوله.
په لوبه كښي د اسټراليا لوبډلي ۲ د يو په وړاندي لوبه وګټل خو د لوبي د ګټلو سره مل يي هم په خپل ګروپ د ګولونو د توپير له امله د لوبو دويم پړاو لوبو ته لار پيدا نه كړه او له نړيوال جام لوبو سره يي مخه ښه وكړه.