د افغانستان د ادبي انجمن غړى عبدالظاهر اميري په حق ورسېدلئ
عطاالله محمدي
د افغانستان د ادبي انجمن فعال غړى او شاعر عبدالظاهر ((اميري)) په ترافيکي پېښه کې په حق رسيدلى.
پېښور : په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د افغانستان ادبي انجمن فعال غړې، شاعر او اديب محترم عبدالظاهر “اميري” په يوه ترافيکي پيښه کې په حق رسيدلې دى او جنازه يې په کابل کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته سپارل شوې ده، د افغانستان ادبي انجمن او د افغانستان اسلامي فرهنگي مرکز د شهيد عبدالظاهر اميري کورنۍ، خپلوانو او پاتې کسانو ته د زړه له کومې تسليت وړاندې کوي او په دې غم کې ځان له هغوى سره شريک گڼي او د الله تعالى له دربار څخه مرحوم ته د فردوس جنت او غم ځپلې کورنۍ ته يې د جميل صبر او عظيم اجر غوښتنه کوي.
د فاتحې مراسم :
د افغانستان ادبي انجمن به نن د چهارشنبې په ورځ د زمري د مياشتي په ٢٧ نيټه چې د اگست د مياشتې د ١٨ سره برابره ده د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز په انګړ کې مرحوم ته د دعاء او فاتحې مراسم ترسره کوي له ټولو شاعرانو اديبانو او د مرحوم مينه والو او خپلوانو څخه هيله کوو، چې په دغه تعزيتي غونډه کې چې د ماسپښين په ٣ بجو پيل کيږي گډون وکړي.
لنډه پېژندنه :
د ياودنې وړ ده چې عبدالظاهر اميري د غلام جان ځوى په ديارلس سوه څلورڅلوېښت لمريز هجري کال د کابل ولايت د شکردرې د ولسوالۍ د کارزمير په کلي کې زيږېدلى وو، خپلې لومړۍ او منځنۍ زده کړې يې د مرزا علي خان په لېسه کې په کال 1359 پورې تر سره کړې، نوموړى د کميونستي کودتا (د ثور اووم) 1357 څخه وروسته پاکستان ته هجرت کړى او وروسته بيا کابل ته تللى اوخپلې زده کړې يې د ابوحنيفه په مدرسه کې تر دولسم ټولګي پورې ترسره کړې او د فراغت سند يې تر لاسه کړى، له دې وروسته د طالبانو په وخت کې بيرته پېښور ته راغى او دوکانداري يې پيل کړه چې نوموړي د هجرت بيلابيلې ستونزې وګاللې او په دې اړه يې دهيواد او د هيوادوالو د ستونزو په اړه بيلابيل شعرونه وليکل چې تر دې دمه يې څلور شعري مجموعې چاپ شوي چې له هغې جملې څخه (حرير سبز بهار، د ارسمان خيال تا انتهاء جاده، دوم: در تداوم يک جاده ) او نور .
نوموړى د ديارلس سوه نهه اتيا کال د زمري د مياشتې په لسمه د يکشنبې په ورځ دکابل دشکردرې په کاريز مير کې د مازديګر د مانځه په مهال د يو ټرافيکي پېښې له امله په حق ورسېدلو، نوموړى دوه ځامن او يوه لور لري.
د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز د افغانستان ادبي انجمن سره د نوموړي په مړينه خواشيني څرگندوي او لاس په دعا دى، چې کورنۍ ته دې خداى تعالى لوى صبر او اجر ورکړي.
انا لله وانا اليه راجعون