کور / سپورټي / ښاغلی کبير خان د کرکټ بورډ د پريکړي له مخي استعفی کوي

ښاغلی کبير خان د کرکټ بورډ د پريکړي له مخي استعفی کوي

د افغانستان د کريکټ بورډ وايي د ملي لوبډلې روزونکي کبير خان استعفى وړاندې کړې ده او دوى يې دغه غوښتنه منلې ده .

د کريکټ بورډ اداري مسوول ډاکټر حامد شينواري بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته وويل د سکاتلند د سفر په ترڅ کې کبير خان د کريکټ بورډ مشر ډاکټر عمر زاخيلوال ته تيلې فوني ليکلى پيغام ليږلى و.”زۀ د افغانستان لوبډلې ته د کبير خان له امله راغلى يم که هغه نه وي زما شته والى د پوښتنې وړ دى” راشد لطيف

د ښاغلي شينواري په وينا په تيلي فوني پيغام کې کبير خان استعفى وړاندې کړې وه چې د کريکټ بورډ ومنله .
کبير خان بي بي سي پښتو ويبپاڼې سره په خبرو کې دا ومنله چې دۀ ښاغلي زاخيلوال ته تيلې فوني ليکلى پيغام ليکلى و خو دا يې ونه منل چې گواکې استعفى يې وړاندې کړې ده .خو کبير خان وايي که د کريکټ بورډ پريکړه دا وي چې دى په دغه دنده نه وي نو غاړه ورته ږدي .

د کريکټ بورډ اداري مسوول حامد شينواري د نوي روزونکي په باب وويل د اوس لپاره به راشد لطيف د ملي لوبډلې د روزونکي په توگه کار کوي .

د راشد لطيف دريځ : راشد لطيف له بي بي سي پښتو ويبپاڼې سره په خبرو کې د دۀ په وينا د کبير خان پر ليرې کيدو خواشيني وښوله .”کبير خان چې يو تکړه روزونکى دى په ډيرو سختو شرايطو کې زموږ لوبغاړي په ډېرې ښې طريقې وروزل او په نړېواله کچه يې وځلول”

د پاکستان دغه پخواني کپتان زياته کړه چې (( زۀ د افغانستان لوبډلې ته د کبير خان له امله راغلى يم که هغه نه وي زما شته والى د پوښتنې وړ دى )) .

راشد لطيف چې د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانى کپتان دى په دې وروستيو کې د افغانستان د منډه جوړونکو د روزونکي په توگه په کار گمارل شوى و .

د کبير خان ريکارډ

کبير خان د ٢٠٠٨ کال په سپتمبر کې د افغانستان د روزونکي په توگه دنده پيل کړه . د دۀ په لارښونه افغانستان د کريکټ د نړيوالو اتلوليو د غوراوي څلورم او دريم پړاونه وگټل . ددۀ په شته والې کې افغانستان د نړيوالو رسمي يو ورځنيو لوبو دريځ هم خپل کړ .

د کبير خان په مرسته افغانستان د اسيا د کريکټ شورا غوره سيالۍ يا ايليټ کپ هم وگاټۀ. په څلور ورځنيو لوبو کې هم د کبير خان په شته والي کې افغانستان په ترسره کړيو پنځو لوبو کې څلور وگټلې او يوه يې له زمبابوې سره مساوي کړه . په رسمي يو ورځنيو نړيوالو سياليو کې د کبير خان په لارښونه افغانستان له خپلو ١٣ لوبو اووه وگټلې.

پدې اړه ريس احمدزى ، د ملي لوبډلې پخوانى کپتان ، له کابله :

ډير خپه شوم ځکه چې کبير خان د افغانستان د کريکټ لپاره ډير څه وکړل . دا به د ټيم لپاره ښه خبر نه وي . زۀ فکر نه کوم چې کبير خان دې استعفى ورکړې وي داسې پلان و چې د سکاتلند له سفره وروسته به د دۀ د ليرې کيدو لپاره کوشش کيږي . زۀ يقين لرم چې لوبډله به په دې پريکړه خوشاله نه وي .

تبصره نسته

1. د کابل ټوله اداره د *** ته ورته شکل غوره کوي کوم چي په يوه غران درله ځان او ايمان ټوله سپاري. زه ددې استعفی پړه د کرکټ بورډ د نامسلکه مشتابه پر غاړه وراچوم خو دوی به هم ملامت نه وي، ممکن د کوم مارشال د امر له مخي به زموږ خان کبير خان ګوشه نشيني ته اړباسي.
ډېر افسوس!

2. عجيبه ده! کبيرخان وايي استفعاء يې نه ده کړې، خو د کرکيټ بورډ وايي زاخېلوال ته يې پيغام لېږلى، استعفاء يې کړې او دوى هم منلې ده، ماته خو داسي معلومېږي چي په بورډ کي کوم چال ورته جوړ سوئ دئ.

3. د افغانستان غیور ملت ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته:
تر ډیره حده زه ده محترم ورورسیف الدین نیازی صاحب نظرتائیده ومه:نورموپرلوی څښتن سپارم

Sulaiman Sailani @ facebook
نه که دا رشتیا وې نو همدا اوس د افغانستان د کرکټ د تباه کیدو بنسټ کشیشودل شو

4. Kabir Khan worked extremely hard to to raise Afghanistan team to the current international level.It is sad that he is leaving!! I feel the Afghanistan Cricket Board shall resolve his grievances and keep him at his post till Afghanisatn plays a test Match.

5. nor no waboli chi cricket tabah sho za kho qasam da ka poh shawi wam kabir waye ma paigham ligali kho istifa koma khabara mi na da likali awbord waye istifa ye kari bikhi mi sar wagarzid za kho poh na shwam da di na da cricket borad matlab sa di

6. د افغانستان کرکټ بورډ د روزونکې کبیر خان استعفا ومنله

له څو ورځور راهیسې د ملي لوبډلې روزونکي حاجي کبیر خان د مالي وزیر او د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال ته په تیلیفوني پیغام کې له دندې د استعفا کولو غوښتنه کړي و، د کرکټ بورډ لوړپوړو چارواکو د کرکټ بورډ د مشر ښاغلي حضرت عمر زاخېلوال په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ پرله پسې ناستې وکړې او په پای کې د روزونکي کبیر خان غوښتنه منل شويې اعلان کړه.

د استعفا له منلو وروسته روزونکي کبیر خان د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ته په تلیفوني پیغام کې د هغه د استعفا ورکولو منلو مننه کړې او پکې یې ویلي چې(( له ستاسو څخه ډېره مننه چې زما مشکلات مو په پام کې ونیول او زما استعفا مو ومنله)).

د افغانستان کرکټ بورډ د ښاغلي حاجي کبیر خان لاسته راوړنې د کرکټ په ډګر کې ستايي او له خدمتونو یې د زړه له تله مننه کوي، کرکټ بورډ وايې چې د کبیر خان د خدمتونو څخه سترګې نه شي پټولی او همېشه یې احسان وړونکی او منندوی دی.

کرکټ بورډ وايي چې دا کار مو د ښاغلي کبیر خان په خوښه کړی ځکه چې نوموړي د کرکټ بورډ له مشر څخه په کله غوښتنه کړې و چې هیله لري کرکټ بورډ يې ستونزې په پام کې ونیسي نو همدا لامل و چې کرکټ دا فیصله وکړه.

کرکټ بورډ د ښاغلي کبیر خان له بي بي سي پښتو څانګې سره د څرګندونو هم خبر شوی چې وايي تیلیفوني پیغام یې د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال ته استولی خو دا نه مني چې استعفا یې په کې ورکړی وي، کرکټ بورډ دې ته هم تیار دی چې د ښاغلي کبیر خان دغه ټیلیفوني پیغام رسنیو سره شریک کړي.

7. This is what u “The Cricket Board” of Afghanistan r trying to destroy the cricket which is the only thing that has delighted Afghanistan otherwise there r many terrorists like u in Afghanistan…

8. salamona aw neke hele tolo afghanannow ta,,, mebe omar zakilwal decide to bring someone from his family to handover afghans cricket orgnization to keep his mafia rule on cricket doller,,,,

9. که په رښتیا سره د حاجی صیب کبیر خان استعفاه د هغه په خوښه او رضایت ترسره شوی وی نو باید کرکټ بورډ د کبیر خان هغه څرګندونی چی د استعفاه په اړه یی کړی د رسنیوسره شریکی کړی او که داسی ونه کړی نو ټول افغانان به ورته د شک په سترګه ګوری
منـنه

10. دښاغلی کبیرخان په استعفی ټول پښتانه خواشینی،اود افغان کرکټ ټیم ته لویه خساره.
داسی معلومیږی چی د افغان ملی کرکټ اداره هم دبهرنیوپه لاس پریوته. باید افغان دولت دی استعفی پلټنه وکړی.

11. سلامونه او نيکي هيلي تاسوټولو ته!
دوستانو د تعجب خبر خو داده چي حاجي صاحب کبير خان واېًې ما استعفاًنه ده ورکړی او دافغانستان کرکټ بورډ وايي استعفاً يي ورکړي.داسي معلوميږي چي د کرکټ بورډ غواړي چي په همدي چل کبيرخان استعفاً ته مجبوره کړي…….

12. سلامونه مې ومنۍ دافغانستان شريفوخلکو
پس له سلامه ما لږ مخکې له يوې راډيوواوريدل چې کبير خان استعفى نه ده کړې نوکرکټ بورډ ولې وايي چې کبيرخان استعفى کړې
نوداهتما په کرکټ بورډ کې مشکل شته اوياداچې دکبيرخان لرې کولولپاره يودسيسه ده

13. زه د کرکټ بورډ څخه يوه پوښتنه لرم.ايا دا دولتي اداري به همداسي وي؟د خلکو استعفاگاني به خلک د تيليفون په پيغام مني؟؟؟؟؟؟خدای ته وگوريً نوره دنيا ځان پوري مه خندوي.او که چيرته کومه بله خبر وي خو هغه هم د خلکو او افغانانو سره شريکه کړيً.

14. salamona me tol afghanan rona omanaee .
za kho waem che pregda che bus da da cricat team hum khtam shee zaka afghananoo kom khpal heseyat satalay day che pa cricat ki ba ee ostee lobgharee ee hum pa noroo mumlakatonoo ki takhtee no

15. سلام به همه خواننده ها:
فیصله ها در افغانستان همیشه از روی عقدها صورت میگیرد نظر مایان اینست که فیصله اگر به نفع افغانستان باشد هرکس که متضرر شود اگر از نزدیکان ماباشد مهم نیست و اگراز روی عقده باشد وافغانها را مایوس میسازد اول خداوند انرا هدایت به راه راست نماید در غیر آن خداوند ایشان را ازفغانستان دور نماید تا مردم بیچاره از شر آن در امان باشد وسلام

16. ټولو ته سلامونه: د تکړه روزونکي کبيرخان په لرې کيدو واقعاً خپه شوو، له ېوې خواکبيرخان وايي چې ما تيليفوني ليکلې پېغام د استعفا په منظور ندې لېږلې او بل خوا کرکټ بورډ وايي چې استعفا يي کړې، که رښتيا استعفا يي کړې وي نو دوې ولې منله، خو هر څوک پدې پوهېږي چې دا کار د څه لپاره شوې، خصوصا د زاخيلوال صيب څخه ګيله کوو چې دې خو پوه سړې وه ده ولې داسې کار وکړ، د کبيرخان په لرې کيدو به زموږ د کرکټ ملي لوبډله ډېره زيانمنه شي.

17. سلامونه دلراوبرسايټ ته پس له سلامه دکبيرخان له دندې ګوښه کيدل دافغانستان دکرکټ لپاره يوه غټه ځايع ده نومونږ له کرکټ بورډنه داغوښتنه کوو چې کبيرخان په خپل ځاى پريږدي

18. ډیره خواشینی شوم چی داخبر می واوریدی چی کبیرخان استعفا ورکړی ده ،
داځکه چی دافغانستان دکرکټ ټیم ایله مخ ته ګامونه اوچت کړی وه خدای مه کړه چی زمونږ دغه نوی روان شوی ټیم بیرته شل نه شی ، زه دکرکټ سره هیڅ علاقه او مینه نه لرم او هیڅ کله می هم نه دکرکټ خبرونه کتل او نه په پوهیدم خو دکله نه چی دافغانستان دملی ټیم بریاوی می ولیدی نو دومره مینه می ورسره پیداشوه چی دلوبی شروع نه بیا دلوبی ترختمیدو پوری به ما هره لوبه په انټرنټ کی تعقیبول او دیوی لوبی لپاره کومه چی جنوبی افریقا سره وه ټوله شپه په ویښه تیره کړه ترڅو دغه لوبه ووینم .
دخدای له پاره دشخصی خصمتونو او شخصی ګټونه تیر شی او په کډه دخپل هیواد نوم په نړی کی وځلوی .

دازاد، خپلواک ،سرلوړی او ودان افغانستان دلیدو په هیله.

19. زه به یوه لنده خبره وکرم

د پښتنو په شان به اتفاقه قوم د مزکی په سر نشته!
او بل دوی چی په کومه اداره کی وی هغه اداره د کوګ بار په شکل شی او کوګ بار خو تول پوهیژی چی منزل ته نه ریسیژی!
دیر افسوس

20. مه پرېږدﺉ چې کرکټ د خپلولۍ او شخصي ګټو ښکار شي.
د ښاغلي زاخېلوال له دې پرېکړې څخه د خپلولۍ، شخصي ګټو او کرپشن بوی راځی چې له امله به یې دکرکټ ټیم ټوټې ټوټې او نابود شي.
خپل لوړ نوم مه غورځوﺉ

21. ډير دشرم ځاي دي چې کرکټ بورډ داسي يو شخص چي يو صفر ټيم يې په ټوله نړۍ کي او ان تر نړيوال جام چي افغانانو يي هيڅ خوب هم نه وه ليدلې له جنګونو او مرګونوڅخه راويستل د ټوپک پر ځاي چي خپل ورور پري ووژني بيټ پلاس کي ورکړ د يو څو ډالرو په تنخوا نه ورکولو له دندي ګوښه کيږي چي مونږ ته د يو روزونکي تنخوا بچت شي نوره نړي خو پريږده دخپل ګاونډې پوري خو لږ شرم وکړۍ ټوله لانجه د تنخوا ده وروڼو نوره هيڅ خبره نشته خو صرف دوه روزونکي يو ځائ نشي ساتلي دداسي شخص اسعفا پکار ده لکه کرکټ بورډ نه يو ملي خادم چي په افغانستان کي يي مرګ قبول کړی او دافغانانو خدمت کړي افغانان دي شکر وباسې چي په داسي سختو شرايطو کي ورته د کبير خان په شان روزونکي پيدا شو د زوريدلي افغانستان پهيله

22. كبىرخان لة مونزسرة دىرة سختى كاللى دة جى مونز اوس ورسىدو باىد جى دى فرى نة كدو

23. کبيرخان د افغانستان او په ځانګړي توګه د پښتنو له پاره لوي افتخارات راوړل ده او تاج ملوک د لوي خداي په مرسته د کرکيت تيم د برياليتوبونو لويو براړونو ته ورساوه.
د کبيرخان څخه د ټولو خلکو غوښتنه ده چې د افغانستان کرکيټ پرې نږدي.
هيله ده چې د کرکيټ په بورد کې پاک او مسلکي کسان وګومارل شي لکه تاج ملوک، رييس احمدزي او نور.

24. لومړي د خلکو دا غوښتنه ده چې د کرکيت بورد اجراييوي مشر ډاکټر حامد شينواري بايد سمدلاسه( شينوارو ته ولاړ شي هلته خلک تداوي کړي او کرکيت پريږدي). دا ځکه چې نوموړي غير مسلکي او ديکتاتورانه عمل کوي او د افغانستان خلکو او په خپله د ټيم د غړو نظريو ته اهميت نه ورکوي
دا ځکه چې دده او دده د انډيوالانو دا ډول کړنې کرکيت په افغانستان کې د نابودي سره مخامخ کوي.
ښاغلي زاخيلوال ته اړينه ده چې هر ډول کيږي کبيرخان دې ته راضي کړي چې په افغان کرکيت کې ونډه ولري او خپلو پښتنو ته چې کرکيت د دوي لوبه گڼل کيږي خدمت وکړي.
موږ د ښاغلي اولس مشر څخه هم غواړو چې ښاغلي زاخيلوال زور واچوي چې يو ښه مسلکي او صادق بورډ جوړ کړي.
نو ځکه اړينه ده چې مسلکي کسان لکه تاج ملوک ، هستي ګل ، رييس احمدزي او نور دې بورد ته راشي.

25. دا هر څه د کرکت بورد د نوی مشر نوی ستراتیژی ده چی رو رو د عمل میدان ته راوځی٬ کرکت هم د دی هیواد سرمایه کیدی شوه٬ خو د مخه یی مشران و پوهول شول چی مخکی لاړ نه شی. نو شته دی٬ موږ لا داسی مسولین او د مهمو دندو تش په نوم اشغالوونکی لرو چی د پردو د غلامۍ ځنځیرونه یی تراوسه په غاړه دی اوڅه چی پرکول وغواړی په خوشحالۍ سره یی عملی کوی. او زاخیلوال خو هم لا تراوسه د افغان دشمنه قوتونو په سپین لست کی دی.

پاک رب دی په تولو خو په افغانانو لږ ډیر و رحمیږی.
په خواشینۍ

لونگین افغان
کابل

26. cheap viagra Yxbђn§Iњa‘,buy viagra Q9DoMBЌ*, generic viagra V+7AGaњuљ,buy viagra online 2•=<>›:’{,viagra 100mg ]§lb\1Xa,viagra online ™)„if§<^u,buy viagra online yЉЉ†=/vb^U,viagra Ћe§E0^„m€˜,generic viagra OY)s<Ўl;‹,viagra ¤VџCP“ob<>buy viagra Ckm>¤a‹0)J,

27. viagra 100mg x¦ЏQ)…`r/,buy viagra online ў*tS’e„ђF, viagra online ;„;¦_љl9C,generic viagra EIl>fDQЂ7,buy viagra 1DwdЃH˜7m3,buy viagra online WL¦‘§?6K,generic viagra U€ќn>tљЌ{,viagra :Ss,V7Њ’2k,viagra 100mg 3ђj‹\j5zku,buy viagra online 7†R‹Њ-Ў†},generic viagra C:W Ђ§.TҐ,

28. viagra A<”AЌѓeЉ,viagra hKlQAi©x}, viagra 100mg }44.¤hII:,cheap viagra ~cn— ўib,cheap viagra fdY‹˜˜ZCЉ,viagra f{(-g‘Az7,cheap viagra њ^e5CN–x,buy viagra cheap §8I+?Ё|E8,viagra W^mЌMA_Ў,cheap viagra <QF>gvLopG,buy viagra cheap c3L<-њ^Ў,