د ګران هېواد د خپلواکۍ په وياړ

د لراوبر اداره | اگست 19th, 2010


  زما ضمير په ماشومتوب کې خپلواکي غوښتله
مور به تړلم په سوزني ما به په چغو ژړل

خپلواکي د خدای پاک يو سپېڅلی نعمت دی، چې هر چا ته يې دا حق ورکړی دی تر څو په خپلواک او آزاد ډول ژوند وکړي، نو له همدې امله د نړۍ ټول هېوادونه د خپلواکۍ حق لري او بايد چې خپلواکه واوسي.

زه به دلته د خپلواکۍ پيژند تاسو ته وړاندې کړم:

خپلواکي د نورو له کنټرول، اغيز او ملاتړ  او مرستې پرته آزاد حالت دی.

استقلال يا خپلواکي: آزادي لرل، په آزادي کار کول، د نورو له لاس وهنې پرته د خپل کار اداره کول دي.

په همدې توګه آزادي: د مرييتوب خلاف ده او آزاد، حلالوني (حلال زېږدی) آر (اصيل) او هغه څوک چې له هر راز تړاو لرې وي.

خپلواکي که هر مهال د هغه وخت له شرايطو سره تعريف شي او بېلابېلې شننې پرې وشي، خو آر يا اصلي جوهر يې هماغه د نورو له يوغ او اغېز پرته د خپل واک او اختيار لرل دي.

په همدې خاطر زموږ ګران هېواد افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی، چې خپلواکه دی او دغه خپلواکي يې په 1919 عيسوي کال د جون د مياشتې په دريمه نېټه د امان الله خان د واکمنۍ په وخت کې تر لاسه کړې ده، چې انګريزانو په هغه وخت کې له دريو خوا څخه (ننګرهار، پکتيا او کندهار) څخه په افغانستان تیری وکړ او د افغانستان غيرتمن ولس په زغرده د هغوی دفاع  دهمدغو دريو مورچلونو څخه وکړه او نه يوازې خپل هېواد ته يې د خپلواکۍ وياړ ور په  برخه کړ بلکې د نړۍ ډېرو نورو هېوادونو ته يې هم د دغه نعمت تر لاسه کول ورزده کړل او ځينې خو يې له خپل ځان سره خپلواکه هم کړل.

  راځۍ، چې خپلو مشرانو دغه له ارزښت ډکه ډالۍ همداسې وساتو او پرېنږدو، چې پردي زموږ په منځونو کې بېلوالی جوړ کړي او موږ بيا يو ځلې هماغه حالت ته ورستانه کړي.

زموږ هېواد اوسمهال د ډول ډول توطيو ښکار دی او موږ په خپله په دې نږدې ورځو کې وينو چې دښمنان مو څه ډول د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو په پار کاروي، راځۍ د همدغې وياړلې يانې د هېواد د خپلواکۍ د ورځې نه د خپل هېواد په بيارغنيزه پروژه کار وکړو او تر خپلې وسې پورې خپل هېواد ته يو څه وکړو، بيا به موږ ټول يو افغان يادېږ، پردي به زموږ د بېلوالي وس ونه لري او نه به په خپل ذهن کې زموږ د بربادۍ خاکه جوړه کړای شي، دا کار يوازې هغه وخت کېدای، چې موږ په رښتيني توګه تر يوه بيرغ، يوه ملي سرود او يوه نوم چې افغان دی لاندې راټول او په يوه خوله ووايو چې موږ افغانان يو او ورسره ورسره لکه څنګه چې په يوه کور کې تر هغه وخته يووالي نه شي راتلای، تر هغو چې مشر او کشر ونه پېژندل شي، مشر په کشر مهربانه نه شي او کشر د مشر احترام ونه کړي، که دا واړه کارونه ترسره شي نو هغه کور به بيا بلاتشبه جنت وي، راځۍ چې د خپل هېواد څخه همداسې دنيايي جنت جوړ کړو او دا جنت يوازې او يوازې زموږ په يووالي او بيا د مشر او کشر د حقونو او احترام په ترسره کولو کې خوندي دی.

او بيا به دغه ورځ د تل لپاره وياړلې نمانځو او زموږ راتلونکی نسل به پر موږ وياړي، خو له بده مرغه، چې اوسمهال زموږ هېواد د دغې وياړلې ورځې په اهميت ځان نه پوهوي او دا ورځ يا هېڅ نه نمانځي او يا يې يوازې د يو څو توپونو په غږونو زموږ خپلواکي نمانځي او يا يې هېڅ نه نمانځي نو زموږ راتلونکی نسل به د خپلو تېرو اتلانو په اړه څنګه پوه، که موږ داسې وياړلې ورځې ونه نمانځو.

 او دا ورځ چې د زمري (اسد) د مياشتې د 28 سره سمون خوري بايد هر وخت ونمانځو تر څو موږ او زموږ راتلونکی نسل د خپلواکۍ په ارزښت ځان پوه کړي او دا ارزښت وپېژني. خپلې خبرې په دې شعر پای ته رسوم. 

آزادي تر باشاهيه لا تېری کا

چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي  
 

د تلپاتې خپلواک افغانستان په هيله


من 
به دو چيز عشق می ورزم؛ 
يكی تو و ديگری 
وجود تو 
به دو چيز اعتقاد دارم؛ 
…يكی تو و ديگری 
مهر تو 
در اين جهان دو چيز رو می خواهم؛ 
يكی تو و 
ديگری شادی تو! 
اين جهان را برای دو چيز می خواهم؛ 
يكی تو 
و ديگری برای با تو موندن تا هميشه

Copyright Larawbar 2007-2024