افغانستان کاناډا ته د کاناډا په ورځ ماته ورکړه video

34 | جولای 2nd, 2010


پرون (د جولاى لومړۍ) د کاناډا ورځ وه، او په همدې ورځ د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلې کاناډا ته ماته ورکړه. دا د نړيوال کرکيټ ليګ د لومړي ډويژن يو ورځنۍ لوبې دي چې تېره ورځ يې د افغانستان لومړۍ لوبه له کاناډا سره وه. پچه کاناډا وګټله او افغان لوبډلې ته يې د اوو لوبغاړو په سوځولو سره ۲۵۷ هدف وټاکى، خو د افغانستان ډلې وکولاى شول چې د کاناډا د شپږو لوبغاړو په سوځولو سره هدف پوره کړي، په داسې حال کې چې ۸ توپونه لا پاته وو. د افغانستان د لوبډلې کپتان ته د لوبې د اتل ډالۍ ورکول شوه، نوموړي په ۵۸ بالونو کې ۷۰ منډې جوړې کړې وې. د جولاى لومړۍ په کاناډا کې د دې هېواد ورځ او ملي رخصتي وي.


د لومړي ډيويژن د لومړۍ لوبي د ګټلو په اړه زموږ همکار نذير احمد نذير په هالنډ کي د خپلي ملي لوبډلي له روزونکي حاجي کبير خان او کپتان حاجي نوروزخان منګل سره مرکه کړې ده ، لاندي ويډيو ووينئ .




Copyright Larawbar 2007-2024