ولسمشر : ژر به د هيواد څخه د فساد لمن ټوله سي

عطاالله محمدي | جولای 2nd, 2010


ولسمشر کرزى وايي چي د هيواد څخه به ډېر ژر د فساد لمن ټوله سي نوموړي دا خبري د امريکا دلوى څارنوال سره په يوه کتنه کي کولې . نوموړي په دې کتنه کي د امريکا لوى څارنوال ته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په اړه د هر اړخيزه معلومات ورکولو تر څنګ وويل چي هيواد يې په تيرو څو کلونو کي په دې برخه کي ډيري لاسته راوړني درلودې او اوس هم دا لاسته راوړني دوام لري ، نوموړي همدا ډول وويل چي ولسمشر وويل چي د اداري فساد په وړاندي مبارزه هغه وخت بريالۍ کېداى سي چي امريکا او نړيواله ټولنه د قراردادونو په سيسټم کي سمون راولي.

Copyright Larawbar 2007-2024