د ناټو څلور پوځیان ووژل سول
ناټو خبر ورکړ چی یو عسکر یې نن د هېواد په ختیځ کی او بل یې هم په جنوب کی طالبانو ووژل خو نور هیڅ تفصیل یې ور نه کړ . د انګلستان د دفاع وزارت ولیکل چی پرون طالبانو د هېواد په جنوب کی یو برتانوﺉ شاهی مرین پوځی وواژه خو نوره توضیح یې ورنکړه . پنتاګون لیکی چی طالبانو وړمه ورځ په جنوب کی د مخامخ جنګ په ترڅ کی یو امریکایی عسکر وواژه .
په دې سره د ناټو عمومی تلفات ۱۸۹۳ ته ورسېدل چی ۱۱۴۹ یې امریکایان او ۳۱۰ یې هم انګریزان دي .
ویل کیږی چی د جون میاشت د ناټو او امریکا لپاره د افغانستان د نهه کلن اشغال تر ټولو مرګونې میاشت وپیژندل سوه چی د هغې په تر څ کی طالبانو ۱۰۲ بهرني پوځیان وژلي چی ۶۰ یې امریکایان دي .